ټوني بلېر به د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ سلاکار شي

د برېټانیا «مېل» ورځپاڼه وايي، د دغه هېواد پخوانی صدراعظم ټوني بلېر غواړي چې د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ سلاکار شي.
ورځپاڼې لیکلي چې بلېر د مارچ په لومړۍ د ټرمپ له زوم او کلیدي سلاکار جېرډ کوشنر سره پر دې موضوع د خبرو لپاره په یوه پټه غونډه کې برخه واخیسته.
مېل ورځپاڼې دا هم لیکلي چې دا له سپټمبر میاشتې را په دې خوا د دواړو خواوو ترمنځ درېمه کتنه ده.
د بلېر یوه ویاند د دې موضوع په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، نه غواړي چې په خصوصي خبرو اترو تبصره وکړي.
بلېر، چې د برېټانیا د کارګر ګوند غړی دی، د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ د برېټانیا صدراعظم و.