د ترکیې پولې ته څېرمه د سوریې جنګي الوتکه ویشتل شوې

ترکي چارواکي وايي، چې د سوریې پولې ته څېرمه د سوریې یوه جنګي الوتکه ویشتل شوې ده.
د سوریې حکومتي تلوېزیون پرون د یوې پوځي سرچینې له خولې ویلي، چې د ترکیې پولې ته څېرمه له یوې جنګي الوتکې سره د هوايي ځواکونو اړیکه پرې شوه.
د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدرم ویلي، د الوتکې د پیلوټ موندلو لټون پیل شوی، چې غالباً له الوتکې وتلی وي.
د الوتکې د ویشتلو مسوولیت احرار الشام ډلې پر غاړه اخیستی دی. دې ډلې پر خپل ټویټر یوه وېډیو خپره کړې، چې د الوتکې د "ویشتلو" صحنه پکې انځور شوې ده.
د ترکیې "اناتولي" خبري اژانس ددغې ډلې د ویاند احمد قره له خولې ویلي، دغې حکومتي الوتکې د سوریې شمالي ادلب ښار کې د سوري حکومت د مخالفو وسله والو مورچل په نخښه کول.
بن علي یلدرم وايي، الوتکه "میګ -۲۳" ډوله ده چې هاتای ولایت ته څېرمه ویشتل شوې. خو ده ونه ویل چې الوتکه څرنګه ویشتل شوې ده.
بل خوا، د امریکا په ملاتړ د کردانو د ولسي ملاتړ کنډک منبج ښار او په شاوخوا سیمو کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړي چې امکان لري د ترکیې په ملاتړ ځینې ډلې پرې برید وکړي.
یاد کنډک په اګست میاشت کې له منبج څخه د داعش ډلې جنګیالي پر شا وتمبول، خو ترکیه د فرات سیند ختیځ ته له ښاره د ترکي جنګیالیو د شاتګ غوښتنه کوي.
ترکیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پرضد د سوريې مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ کوي. ترکي ځواکونه د سوریې په خاوره کې د "اسلامي دولت" او نورو ترکي ډلو پرضد جنګېږي.
د ۲۰۱۵ کال نومبر میاشت کې ترکیې وویل، د دغه هېواد ځواکونو له سوریې سره پر پوله یوه روسۍ جنګي الوتکه ویشتلې. د روسیې دفاع وزارت ویلي وو، الوتکه له ځمکې نه ویشتل شوې.