په سيمه کې دترکيې سياسي نفوذ ته کتنه

ترکيه څنګه مطرح شوه
ترکيه او دسيمې هېوادونه ( عربي هېوادونه ، روسيه ، ايران ، پاکستان ، اسرايل ..)
ترکيه  او لويديځ
له ۲۰۰۸ کال وروسته ترکيه  لږ د ارام ساه واخستله له دې دمخه ترکيا په کور دننه په دې بوخته وه چې څرنګه وکولای شي، دسيکولريزم او اسلام پالنې موضوع ته دپای ټکی کيږدي ، له کردانو سره ستونزې هم ترکيا د څه مودې لپاره بوخته وساتله . سره د دې چې ترکيا لا دمخه ستونزې درلودې د قبرص ستونزې او په اروپايي ټولنه کې يې د ورګډيو خوبونو ترکيا له هر څه ويستلې وه ، خو په دې ورستيو کې ترکيا ځان ته متوجه شوې او دخپل تير برم او امپراطورۍ خوبونه يې يو ځل بيا هڅوي چې په سيمه کې خپل نفوذ پياوړی کړي . داسې ويل کيږي چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير داود اوغلو په دې اړه ډير فکر کوي ، نوموړی متوجه شوی چې ترکيا بايد لومړی خپل سيمه ييز نفوذ پياوړی کړي ، وروسته په نړيواله کچه فکر وکړي ، دبيلګې په توګه اوغلو په دې وتوانيد چې د ارمنستان سره د نيکو اړيکو د تړون په لاسليک کولو سره د دواړو هيوادونو تر منځ د يوې پيړۍ تاريخي شخړې ته د پای ټکی کيږدي ،همدا رنګه نوموړی هڅه کوي د ترکيا او سوريا اړيکې لاپسې غښتلې کړي له اسرايلو ،ايران او عراق سره په خپل وار بيلا بيلې اړيکې پالي .لويديځ سره د ترکيا اړيکې د څه راکړه څه واخله په فارموله ولاړې دي . که په ځينو ځايونو کې ترکيا د لويديځ همکاريو ته اړتيا لري خو په ځينو برخو کې لويديځ او په ځانګړې توګه امريکا هم په سيمه کې دخپلو ځينو موخو د تعقيب لپاره د ترکيا همغږۍ ته اړتيا لري .
دا چې ترکيا له چا سره څنګه او چاسره څنګه اړيکې پالي وروسته به پرې وغږيږو خو د ترکيا اړتيا او وړتيا ته لږ تم کيږو.
ترکيا څنګه مطرح شوه ؟
ترکيا هغه هېواد دي چې شپږ پيړۍ يې اسلامي نړۍ رهبري کړې او دتاريخ په دې مرحله کې يو پياوړی ځواک پاتې شوی . خو کله چې په ۱۹۲۳ کې مصطفی کمال اتاتورک په دغه هېواد کې د جمهوريت بنسټ کيښود ، ترکيا کې يو سکولر په دين نه ولاړ حکومت رامنځ ته شو . ــ ترکيا د مسلمانانو هيواد و خو حکومت يې اسلامي نه و ــ که څه هم له همغه مهال په ترکيا کې سياسي کشمکشونه و ،کله به اسلام پالي او کله به هم سکولر ګوندونه په ټولټاکنو کې بريالي کيدل خو د اسلام پالو واکمنۍ به ځکه دوام نه شو کولای چې دترکيا پوځ په سکولر روحيه روزل شوی او په هېواد کې په دين د نه ولاړ حکومت طرفداري به يې کوله چې ښه بيلګه يې د نجم الدين اربکان دحکومت ړنګول دي . که څه هم د رجب طيب اردغان په مشرۍ واکمن د ترقۍ او عدالت ګوند ته داسې کتل کيږي چې اسلامي ريښې لري خو کله چې اردغان په نويمو کالونو کې دغه ګوند جوړ کړ د ګوند اساسي موخې يې داسې بيان کړې ( د ترقۍ او عدالت ګوند د اربکان د فضليت ګوند په پرتله ديني رنګ نه لري او هغه څه غواړي چې ترکيا او نړۍ ورته اوسمهال اړتيا لري ) دغه ګوند د ترکيا لپاره په اقتصادې، سياسي او ټولنيزو پرمختياو فکر کوي ، همغه و چې په ډير لږ وخت کې يې د ترکانو پام ځانته راواړه او د د۲۰۰۲ ز په ټولټاکنو کې دغه ګوند دنورو مخالفو ګوندونو پر وړاندې غوڅ بری ترلاسه کړ،که څه هم هغه مهال د دغه ګوند مشر اردغان دځين و سياسي پريکړو پر اساس نه شو کولای چی د حکومت مشري وکړي نو ځکه خو يې عبد الله ګل د دغه چوکۍ لپاره ونوماوه . وروسته بيا پارلمان نوموړي ته اجازه ورکړه چې اوس د ترکيا لومړی وزير دی .
د عدالت او ترقۍ ګوند حکومت لاندې کړنلارې تعقيبوي
۱ـ ديموکراسي او سکولريزم او د قانون واکمني د جمهوريت له اساساتو څخه دي . ځکه پرمختګ او شفافيت دهمدغه اساساتو په پلي کولو سره رامنځ ته کيږي . په همدې موخه دغه حکومت په قوانينو کې هم ځينې تغيرات رامنځ ته کړل .
۲- د ترکيا هر وګړي د رای ، عقيدې ، فکر د لرلو او ورڅخه د تعبير پوره حق لري
۳- هر ترکي وګړی حق لري چې د ځانګړو کلتوري ټولنو په رامنځ ته کولو سره خپلو کلتورونو ته خدمت وکړي .خو دغه ټولنې به د دين ، جنس او ژبې په نامه نه جوړيږي .
۴- هيڅ ګوند به د دين او يا قوم پر بنسټ نه جوړيږي ، ځکه دين او قوم دواړه ارزښتونه دي او هيڅوک حق نه لري چې سياست ورباندې وکړي
۵- ترکيا يو لوړ مقام ته رسول او په سيمه کې ديو ځواکمن هېواد په توګه د دغه هېواد مطرح کول د دغه ګوند له اساسې موخو څخه دي ، نو ځکه خو دې موخې ته د رسيدولپاره يو لړ اقداماتو ته اړتيا ده د ازاد بازار او ځينو نورو اقتصادي تګلارو پلي کول د عدالت او ترقۍ دګوند له اساساتو څخه شميرل کيږي . دا چې ترکيا به څرنګه دغه موخو ته ورسيږي اوس دترکانو سر ورباندې خلاص شوی
ترکيا هوډ لري ، چې نړۍ او ګاونډيانو سره په اړيکو کې له دقت او ځيرکيتا څخه کار واخلي ترکيا په دې هم پوهيږي چې په سيمه کې ګډوډۍ د دوی د پرمختګونو مخه ډپ کولای شي ، ځکه خو په سيمه کې د ځينو سياسي کشالو دکمولو هڅې کوي د افغانستان او پاکستان شخړه ، همدارنګه ترکيا هڅه کوي سوريا او اسرايل سره نږدې کړي او دې ورته پټې او ښکاره هڅې چې ترکيا يې د خپل ځان دخونديتوب په موخه په سيمه کې په کار اچولي . دا چې ترکيا به په خپل دغه کار کې څومره بريالۍ شې اوس پرې بحث نه کوو.
يوه بله موضوع د فردي ازادۍ موضوع وه ، په ترکيا ځينې بلکې واکمنې کړۍ په عامه ځايونو په ځانګړې توګه په پوهنتونو او رسمي دوايرو کې د ښځو د حجاب سره مخالفت درلوده . خو د ترکيا بخت دلته هم راويښ شو ځکه په اروپايي ټولنه کې د ورګډيدو لپاره په ترکيا شرط کيښودل شو چې فردي ازادي بايد مراعات کړي نو ځکه خو په دغه هېواد کې دغه کشاله هم پيکه شوه او هغه کړۍ چې د نه حجاب په اړه يې فکر کاوه . اوس چندانې فعالې نه ښکاري او له هغه ميرمنو يوه يې چې پوهنتون څخه په دې منع شوې وه چې حجاب يې کړی د غه ميرمن د ترکيا لومړی ميرمن ده د ولسمشر عبدالله ميرمن. نوموړې اوس د ولسمشر ماڼۍ ته له حجاب سره ورځي .
ترکيا او عربي نړۍ
په تيرو لسيزو کې د ترکيا او عربي نړۍ اړيکې چندانې ښې نه وې د تاريخ په دې پړاو کې خو کله کله دغه اړيکې ډيرې پيچلې شوې هم دي . چې ځانګړي ايډيالوژيک ، تاريخي او سياسي لاملونه لري .. ډير عربان فکر کوي چې د عربانو د وروسته پاتې والي اساسي لامل عثماني خلافت دی ، دوی وايې ترکانو په دغه موده کې هڅه کړ ې چې د دين په نامه عربان تر خپل اغيز او استعمار لاندې راولي . په ترکيا کې له جمهوريت وروسته ترکيا ځان پر دې پر عربي نړۍ ځان لوړ ګڼي چې په تير کې هم لوړ تاريخ او تمدن لري او دا دي د ديموکراسي او جمهوريت په برخه کې هم له عربانو د مخه دي . عربان فکر کوي چې ترکيا د منځني ختيځ پر وړاندې دلويديځ پلوي کوي ، په ۱۹۳۸ز کې له سوريا څخه د لواء الاسنکندرون د سيمې جلا کول او ورباندې دترکيا بيرغ پورته کول هم عربان خفه کړي، په عراق کې د موصل قضيه او له دې وروسته دعربانو پر وړاندې د اسرايلي دولت پلوي کول ، همدارنګه ترکيا لومړی اسلامي هېواد و چې اسرايل يې په رسميت وپيژندل او ورسره يې مالي سوداګريز او ډيپلوماټيک تړونونه لاسليک کړل . ترکيا په ورته کړنو سر د ناټو پام هم ځانته راواړاوه همغه و چې ناټو هم ورباندې باور وکړ اوس ترکيا د ناټو فعال غړی هېواد دی او عربان دلته هم ورته دلويديځ د ګټو د پالونکي په توګه ګوري. ترکيا او عربان ډير کرته سره جګړې ته هم نږدې شوي په ځانګړې توګه سوريا سره په پوله ، اوبه ، دکردانو ستونزه او اسرايلو سره د ترکيا اړيکو تل عربان انديښمن کړي . خو دغه اړيکې اوس د عدالت او ترقۍ ګوند په واکمنۍ کې يو څه تودې شوي. شننونکي فکر کوي چې ترکيا اوس هم نه غوښتل له عربانو سره متوازنې اړيکې وساتي خو دوه لاملونه دي چې ترکيا اړباسي چې له عربانو سره ښې اړيکې ولري .
۱- د نفتو دور عربي نړۍ د نفتو پراخې زيرمې لري او دغه اقتصادي ځواک په نړيوالو اړيکو له اغيز څخه خالی نه وي ترکيا هم دنړيوالې ټولې غړې ده نو ځکه خو اړتيا لري چې عربي نړۍ سره ښې اړيکې ولري .
۲- دقبرص کړکيچ ، کله چې ترکيا په دې پوه شوه چې په سيمه ييزه او نړيواله کچه ځانته پاتې شوې نو له عربانو سره يې دښو اړيکو په جوړولو او د تير په هيرولو فکر شروع کړ. تر کيا په دې لړ کې ځينې هڅې وکړې چې له عربانو سره خپله همدردي وښايې او د دوي توجه ځانته راجلب کړي ، ترکيا کې د عدالت او ترقۍ ګوند واکمنۍ په عربي نړۍ کې داسې هيلې را وټوکولې چې ګواکې دغه ګوند چې اسلامي ريښې لري او سياستونه يې د سيمې د تمدنونو سره ورته دي به په سيمه کې د ترکيا له لارې د لويديځ د ګټو د خونديتوب اغيز کم کړي . سيمې ته دعبدالله
ګل او رجب طيب اردغان سفرونو دغه اميدونه نور هم پياوړي کړل ، ترکي پارلمان ونه منله چې پرعراق دامريکا بريد پر مهال دې د ترکيا خاوره وکارول شي ، سره د دې چې ترکيا له امريکا سره پياوړې اړيکې لري . همدارنګه ترکيا له دې سره هم خپل مخالفت څرګند کړ چې عراق دې تجزيه شي . دا او دې ته ورته کړنو ترکيا او عربي نړۍ سره نږدې کړه . کله چې عبد الله ګل د ترکيا د ولسمشر په توګه ونومول شو نو دعربي هېوادونو له خوا ورته د مبارکۍ پيغامونه واستول شول او په راتلونکې د عربي نړۍ سره د ترکيا د ښو اړيکو غوښتونکي شول . که څه هم د ترکيا او عربانو اړيکې په دې ورستيو کې تودې دي خو بيا هم عربان له ترکانو هيله لري چې دا خبره دې نوره هيره کړي چې دعثماني خلافت په ړنګيدو کې عربانو له لويديځ سره همکاري کړې .
يوه بله خبره چې ترټول مهمه هم ده په دې ورستيو کې د فلسطين دقضېې په اړه د ترکيا دريځ هم عربان په ځانګړې توګه ولسونه خوشاله کړي . د شيمون پيرز پر وړاندې داردوغان دريځ په ټوله عربي نړۍ کې استقبال شو او اردغان يې د يو اتل په توګه ياد کړ . دغه مقاله دوام لري
پاتې برخه به يې په راتلونکې اونۍ کې خپره شي