پامير الوتکې بايد له غورځيدو دوه اونۍ د مخه سقوط کړی وای!

هسې خو هم دافغانستان د ټرانسپورټ سيسټم زوړ او له کاره لويدلی سيسټم دی ، خو هوايي ټرانسپورټ نه يوازې چې زوړ دی بلکې له ادري پلوه هم ډير په بې باکۍ بې پروايې خپل کارونه مخ ته بيايي دغه شرکتونه خلکو ته د اسانتياو په برخه کې يوازې په شعارونو او اعلاناتو بسنه کوي ، کله چې په عملي توګه په دغه الوتکو کې سفر وکړې نو درته به معلومه شي ، چې څومره ستونزې لري دلته هر لحظه مسافر د مرګ له ګواښ سر مخامخ دي . د خپل يو دوست کيسه درته کوم چې دوه اونۍ دمخه يې په همدغه الوتکه کې له کندوز څخه کابل ته سفر کاوه ، او دلارې په اوږدو کې د يو لړ ستونزو سره مخامخ شوی و ، چې که د خدای ساتنه نه وای نو ښايې يادې الوتکې به دوه اونۍ دمخه سقوط کړای وای دنوموړي دغه بده خاطره له تاسې سره هم شريکوم ، نوموړي راته خپله کيسه داسې بيان کړه :
سهار وختي په کندز کې دخپل ملګري په ملتيا دکندز هوايې ډګرته راغلم په انظار خونه کې مو په دې تمه وخت تيراوه چې له کابل څخه د پامير هوايي شرکت الوتکه کندز ته پر لار ده او له دغه ځايه به مسافرين بيرته کابل ته وليږدوي ، ورځ بارني وه او په هوا کې غونډۍ غونډۍ وريځې ترسترګو کيدې ، په څو ساعتونو کې د الوتکې د رارسيدو څرک ونه لګيد، ما به چې کله په هوايې ډګر کې منتظرو مسافرينو ته کتل نو دستي به مې په ذهن کې د اروپا د ايره غورځونکوغرونو انځورونه چې د تلويزيون له لارې مې کتلي و سترګو ته کيدل دغه ايرو په اروپا کې په يوه ورځ کې په زرهاو پروازونه ځنډولي و ، او دغه پيښې څو ورځې نيولې وې مسافرين به په انظارخونو کې په ډير تکليف سره ښکاره کيدل ، دلته که څه هم د اروپا په څير ګڼه ګونه نه وه ، خو د مسافرينو انتظار بيخې سره ورته و ، په پای کې مو د انتظار شيبې را لنډې شوې الوتکه راوسيده او موږ هم په ډيرې ښۍ د الوتکې خواته لاړو الوتکې پروزا وکړ او د الوتکې عملې هم د دود سره سم اعلان وکړ چې الوتکه به د ۵۰ دقيقو په موده کې د کابل په نړيوال هوايي ډګر راکښته کيږي ، الوتکه والوته او پر سالنګونو راوښته موږ ډير بې غمه ناستو يو مهال مو وليدل چې د الوتکې تاجکی پيلوټ په داسې حالت له کابين څخه راووت چې له څيريې څرګنديده چې شراب يې څکلي او پر خپل ځان کابو نه دی نوموړي همغه جرمنۍ پيغله چې د پرواز دمخه ېې د کندوز په هوايي ډګر د ياد پيلوټ سره ټوکي ټکالې کړې وې له ځانه سره دالوتکې کابين ننويستله له دې وروسته الوتکه نورمال نه وه دقيقه بلې ته الوتکه بې کابوکيدله ‎، ټول مسافر په ډير سخت او تشويشناک حالت کې و، هرسړي د خپل سر د ساتنې دعاګانې پيل کړې ما هم چې ډير وارخطاشوی وم سر مې په زنګنونو کې ننويستی و ، يو وخت مې سر را پورته کړ ټول مسافرين په ډير بد غير متوازن حالت کې دي د الوتکې عدم توازن يې کله يوخوا او کله بل خوا غورځوی دوی هم منلې وه چې مرګ خو مو حتمي دی ، خو که لږ ژر شي نو ښه به وي ځکه يو خو الوتکه له اعلان شوي وخت ډيره په هوا کې پاتې شوه بل موږ په خپل سرنوشت نه پوهيدو ، يوازې دخپل ژوند وروستۍ شيبې مو شميرلې ، خپل ټول دوستان او کورنۍ سترګو سترګو ته کيدله او.. موږ په همدې کشمکش کې و، چې يو مهال د خدای په مرسته الوتکه دکابل په هوايې ډګر کې را کوزه شوه ، ټولو خلکو شکرونه ويستل او خوښۍ يې کولي چې له مرګه خدای خلاص کړل ، افغانان بيچاره ګان په همدې خوښ ول چې په خير راکوز شول خو دا چې په الوتکه کې بهرنيان هم ول نو هغوی ډير سخت په قهرول دوی د کوزيدو وروسته دستي دپامير شرکت دفتر ته چې په هوايي ډګر کې و ورغلل او د پيلوټ څخه يې شکايت وکړه خو هغه ورته وويلي چې زموږ مرکزي دفتر په دوبۍ کې دی او په دې اړه د پريکړې حق يوازې هغوی سره دی موږ څه نه شو کولای . داچې د شرکت دفترونه دې هم په بهر کې وي نو په داسې حالت کې له چا پوښتنه کوې او چاته ژاړې !
دا کيسه مې درته ځکه وکړه چې زموږ هوايې شرکتونه که له يو اړخه د سټنډر تخنيکي وسايلو برخمن نه دي بل لوري ته يې داسې پرسونل په کار ګمارلی چې د خلکو دژوند سره لوبې کوي ، دا به څيړنې معلومې کړي چې داځل ديادې الوتکې د را غورځيدو لامل څه و، د الوتنې په اجازه کې بې پروايي شوې وه ؟د تير په څير د پيلوټ ناپروايې که بل څه ؟ خو دهغو مسافرينو روحونه دې ښاد وي چې په دې پيښه کې قرباني شول او حتی مړي هم ونه پيژندل شول. زه په پای له دولت او خصوصي شرکتونو دمسولينو څخه غوښتنه لرم چې په راتلونکې د ورته پيښو دمخنوي په موخه جدي اقدام وکړي او د داسې ناوړه او درونکو پيښو په رامنځ ته کيدو سره نور دغه ځوريدلی ولس ونه ځوروي.