په افغانستان کې د ايران او امريکا نوې سيالۍ

افغانستان خو هسې هم دنړۍ د سياستونو چټل داني او د ناوړه پوځي نسخو لابراتوار و ، خو په دې ورستيو کې په دغه هېواد کې د يو بلې سيالۍ لپاره مخکې له مخکې کمپاين او اعلانات تر سره کيږي . تيره اونۍ د افغانستان پلازمينه د دوه مخالفو مشرانو کوربنه وه ، د غه دوه مشران د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګيټس او د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد، و ، چې په يو بل پسې يې کابل ته رسمي سفرونه درلودل ،که څه هم د امريکا د دفاع وزير په کابل کې ځان په کابو کې وساتلو خو په کندهار کې بيا له چتې ووت او پر ايران يې نيوکې پيل کړې ، رابرټ ګيس په کندهار کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويلې ، چې ايران په افغانستان کې له دوه مخيزه پالسۍ کاراخلي دغه هېواد غواړي چې له افغان حکومت سره ښې اړيکي ولري ، خو په افغانستان کې ميشتو نړيوالو ځواکوونو ته په بيلابيلو لارو سر خوږی پيدا کوي ، نوموړي تور ولګاوه چې ايران په افغانستان کې ځينې طالب ډلې هڅوي ، چې په دغه هېواد کې نارمۍ رامنځ ته کړي ، خو د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد له دې هم مخکې لاړ ، نوموړي چې له ولسمشر حامد کرزي سره يې په ګډه خبري ناسته کې يې خبرې کولې ، په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې په رول شک ښکاره کړ ، او پر امريکايې نيوکه وکړه چې افغانستان ته د سولې د راوستو په موخه نه ده راغلې بلکې غواړي په سيمه کې نارامۍ ته لمن ووهي ، که څه هم د ايران او امريکا تر منځ ناندرې او ګواښونه کومه نوې خبره نه ده ، کله چې په ايران کې اسلامي انقلاب رامنځ ته شو ، قهرجنو محصلينو په تهران کې د امريکا پر سفارت يرغل وکړل امريکايې ديپلوماتان يې يرغمل کړل او وروسته ا دغه ديپلوماټان د ۴۴۴ ورځو لپاره له ځانه سره وساتل ، همدغه مهال په تهران کې د اسرايلو د سفارت څخه د اسرايلو بيرغ راکوز او پر ځای يې د فلسطين بيرغ اوچت شو ، له همغه مهاله امريکا ايران ته په زړه کې اچولې کله يې د شر د محور په توګه او کله يې د اټومي وسلو د لاسته راوړنې په پلمه تر نيوکو لاندې نيسې ، داسې اټکل کيده چې پر عراق د امريکا له بريد وروسته به ښايې امريکا پر ايران بريد وکړي ، خو په عراق او افغانستان کې د امريکا پوځي بوختياو دغه هېواد ته زمينه برابره کړې چې خپل شيطاني حرکات لا ښه سمبال کړي ، د دوی تر منځ چې هر څه وي ، خو هغه څه چې مهم دي هغه د افغانستان د دننه داسې څرګندونو کول دي ، چې په هيڅ صورت د افغانستان لپاره ګټور نه دي . او په حقيقت کې دواړه امريکا او ايران  له افغانانو او افغانستان سره دوه مخيزه پاليسي پر مخ بيا يې .
افغانستان چې د امريکا سره سرتيژيک تړون لري نو له د دغه هېواد د ولسمشر له ماڼۍ د امريکا پر وړاندې د داسې څرګندونو خپريدل څومره د دغه دواړو هېوادونو پر اړيکو اغيز درلودلای شي ؟ دحقوقو پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وايې : په يوهېواد کې د ولسمشرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو مطبوعاتي ناستې د يو لړ پرتوکولونو په درلودلو سره جوړيږي د ولمشر احمدي نژاد له څرګندونو ښکاريږي، چې دغه ناسته ياخو د کوم پرتوکول له مخې نه وه تنظيم شوې  ، چې په مطبوعاتي ناسته کې به په کومو موضوعاتو خبرې کوي او يا خو پرتوکول و، خو له پرتوکول څخه عدول شوی ، چې په دواړو حالاتو کې له سياسي اخلاقو سره سر نه خوري .
دا چې د ايران ولسمشر ولې دومره په سپين سترګۍ خپلې خبرې د افغان دريځ څخه وکړې ؟ لومړی خو نوموړي غوښتل چې د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګيټس  هغه نيوکو ته ځواب ووايې چې په کندهار کې يې کړې وې ، دويم ايران په هيڅ صورت نه غواړي نړيوال ځواکوونه د دوی په ګاونډ کې د ډيرې مودې لپاره پاتې شي ، لکه چې احمدي نژاد وايې ، چې دوی چې له  ډيرې لرې مسافې راغلي موږ ته د ژوند لار راوښايې ، دوی ترهګري رامنځ ته کوي او بيا وايې چې پر وړاندې مبارزه کوي هغه دا نه منله چې امريکا او نړۍ دې افغانستان ته د سولې راوستلو په موخه راغلي وي بلکې هغه وايې چې دوی خپل موخې لري چې د لاسته راوړنې په موخه يې له هيڅ راز کړنو دريغ نه کوي .
د دوی په تربګنۍ او دوستۍ خو څوک نه پوهيږي ، کله د يو بل لپاره لارې هواروي او کله پر يو بل تورونه لګوي ، افغانستان او عراق ته د ا مريکا په راتګ کې همدې ايران ونډه درلوده ، دوی د طالبانو څخه د خلاصي په موخه امريکا سره همکاري کړي او امريکا بيا تهران دطالبانو خلاص کړی ، کله چې احمدي نژاد عراق ته سفر درلوده نو د ساتنې دنده يې د امريکايې سرتيرو په غاړه وه .
ايران په ښکاره له اسرايلو سره د دښمنۍ چيغي وهي ، خو اسرايل بيا وايې چې يوه ورځ به ايران داسرايلو د دښمنانو په ليست کې نه وي داخبرې د اسرايلو پخوانۍ د بهرنيو چارو وزيرې کړي . او دې ورته ډير څرګندونې او کړنې شته چې ورڅخه څرګنديږي چې دا دواړه هېوادونه لکه څرنګه چې په ښکاره د يو بل د مخالفت چيغې وهي هومره ديوبل دښمنانان نه دي ، دلته يې چل موږ ته او په فلسطين ، عراق ، لبنان او اوس په يمن کې عربانو ته جوړ کړی .
زما موخه له دې ليکنې دا ده چې بهرنيان که هغه امريکا ده او که ايران دواړه خپلې موخې لري ، نه امريکا زما او ستا له غمه مړه ده، او نه ايران ، افغانان نور بايد خپل دوست او دښمن وپيژني او هر هغه څوک چې له افغانستان د يوې آلې په توګه ګټه پورته کوي ورسره بايد خبرې وشي ، چې نور نو خپلې جګړې په خپلو کورونو کې وکړۍ نه زموږ په هېواد کې ځکه دغه بې ګناه ولس نور د مرګ ژوبلو توان نه لري .