پاکستان او د ستراتيژيکې ملګرتيا غوښتنه

دا نو لومړی ځل نه دی چې پاکستان دې خپل ستراتيژيک موقعيت بولۍ ته وړاندې کړی وي ، پاکستان تل له خپل موقعيت څخه هغه دچا خبره اعظمي ګټه پورته کړې ، پاکستان په دې پوهيږي چې په دې حساسو شيبو کې دغه هېواد ته د نړيوالې ټولنې  او په ځانګړې توګه د امريکا اړتيا څومره ده؟ ، نو ځکه خو فکر کوي چې له دغه فرصت څخه  بايد ډيره ګټه پورته کړي . دغه هېواد چې د ورته لوبو تجربه لري لا دمخه يوې داسې لوبې لپاره تيارۍ نيسې کومه چې اټکل کيږي ، افغانستان څخه دنړيوالې ټولنې د وتلو په صورت کې به پيل کيږي ، دوی چې تل يې زموږ پر بيچاره ولس بيا بيا سودا کړې ، داځل هم خپلې ګټې زموږ په بې کورۍ ، وينې تويدنې او کډوالۍ کې ويني . البته افغانان په دې کوم اعتراض نه لري چې څوک دچا سره څنګه او کومي اړيکې ساتي ولې دغه اړيکې بايد د دغه هېواد تر پولو پورې محدودې وي ، هو موږ په دې پوهيږو چې لا مو هم پر سر نور خلک سودا کوي ، خو په دې هم بايد پوه شو ، چې دغه سوداوې څومره موږ ته ګټه او څومره تاوان رسوي .
اصلي خبرې ته به راشو تيره او نۍ دپاکستان د بهرنيو چارو وزير او د دغه هېواد لوی درستيز اشفاق کياني امريکا ته په دې موخه تللي و ، چې له امريکا څخه يو لړ امتيازات ترلاسه کړي ، د دوی په اند چې پاکستان د امريکا لپاره ډيره قربانۍ  ورکړې نور نو بايد دغه قربانۍ  يوازې يو طرفه نه وي پاکستان له امريکا غواړي چې دغه دوستي نور نو بايد يوازې د امريکا تر ګټو محدوده پاتې نه شي امريکا بايد پاکستان سره د هندپه څير  يو ستراتيژيک تړون   رامنځ ته کولو ته لاره هواره کړي ، دا چې پاکستان له امريکا څه غواړي؟ او ولې اوس دومره جدي دی ؟. په دې مقاله کې به هڅه وکړو پرې پوه شو.
له ۱۹۴۹ز راهېسې کله چې امريکا پاکستان په رسيمت پيژندلی له همغه مهال دغه هېواد د امريکا نږدې ملګری پاتې شوی ، سره د دې چې په دغه ۶۰ کلنه موده کې دپاکستان او امريکا په اړيکو کې  ځينې وخت لوړې ژورې رامنځ ته شوي ، خو په تير وروستيو لسيزو کې دغه اړيکې ډير تودې وې ، خو که په حقيقي بڼه دغه اړيکو ته ځير شو نو پاکستان او امريکا هيڅکله يو بل ته د ستراتيژيک ملګري په توګه نه دي کتلي ، بلکې د دواړو هيوادونو اړيکې له يو بل سره د اړتيا پر بنا دي ، قوی اړخ که هر کله هم غوښتي، پر کمزوري اړخ يې خپل شرايط منلي دي ،
کله چې پاکستان په ۱۹۴۷ز کې رامنځ ته شو ، نو دغه هېواد دخپلې بقا لپاره اړتيا لرله چې له ځينو سترو قوتونو سره اړيکې وساتي ، څو دخپل ستر رقيب هيواد هند پر وړاندې يو غښتلی دريځ ولري ، امريکا هم په ځانګړې توګه د ساړه جنګ پر مهال اړتيا لرله په سيمه کې يو داسې ملګری ولري ،چې د سره توپان پر وړاندې د امريکا ګټې خوندي کړای شي . نو ځکه له همغه مهال معمول داسې شو چې پاکستان به  هوډمن و ، چې په سيمه کې به د امريکا سياسي ، او امنيتي ګټې ساتي او په بدل کې به له امريکا پوځي او اقتصادي مرستې ترلاسه کوي ، که څه هم دغه مرستې به په پاکستان کې د پوځي واکمنانو په دور کې ټکنې کيدې خو وروسته به بيا له سره پيليدې ، د روسانو پر وړاندې د ا فغان جهاد پر مهال پاکستان له امريکا بې شمېره سپين چکونه ترلاسه کړل ، او پر دغه مرستو يې ځان ښه مالامال کړ، وايې : چې په ۱۹۸۱ ز کې امريکا پاکستان ته دخپلو مرستو په لړ کې موافقه وکړه ،چې دغه هېواد سره به په پوځي او اقتصادي برخه کې ۳.۲ ميليارده ډالر مرسته کوي ، همدارنګه په ۱۹۸۶ کې امريکا ژمنه وکړه ، چې د څوکالونو په موده کې به پاکستان سره ۴ ميليارده ډالره مرسرته کوي،خو په ۱۹۹۰ ز کې دغه مرستې په دې پلمه ټکنۍ  شوې، چې پاکستان دې امريکا دخپل اټومي پرګرام په اړه دقيق مالومات ورکړي ، چې دغه هېواد نه غواړي اټومي وسلې ترلاسه کړي .(۱)
که څه هم په افغانستان کې دروسانو له ماتې او په ۱۹۹۸ ز کې د اسلام اباد د اټومي ازمايښتونو وروسته دغه مرستې او اړيکې د تير په څير نه وې پاتې شوې ، خو په ۲۰۰۱ ز کې د پاکستان وچه غوا يوځل بيا لنګه شوه ، دترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې په ښکاره دغه هېواد د امريکا ترڅنګ ودريده دا ځل بيا هم اړيکې د اړتيا په بنا وې امريکا په سيمه کې يو ملګري ته اړتيا لرله او پاکستان د تل په څير مرستو ته .  دا ځل يې هم پراخې مرستې ترلاسه کړې ، خو په دې ورستيو کې دغه هېواد غواړي ، چې له خپل وړتيا پورته غوښتنې پر امريکا ومني ، کله چې په تيره اونۍ کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د دغه هېواد لوي درسيتيز واشنټګتن ته له دې نغارو سره يوځای ولاړ ، چې نور  پاکستان امريکا سره خپلې اړيکې په دې سرحد کې نه شي ساتلی ، دا هرڅه بايد يو طرفه نه وي ، همکاري بايد دوه اړخيزه وي ، په همدې شور او ځوک کې يې له ځان سره په مختلفو برخو ، پوځي ، اقتصادي ، امنيتې او د ښوونې او روزنې وده کې دهمکاريو دغوښتنې لپاره هغه  ۵۷ نقطه ييز ليست هم واشنګټن ته يوړ ، چې مخکنۍ خبرې په کې ځايه شوې وې ، خو تر ټولو مهم ټکی يې همدا و ، چې امريکا بايد پاکستان سره اوس او راتلونکې کې د خپلو اړيکو بريدونه وټاکي.
له ۲۰۰۶ز راهيسې پاکستاني چارواکې د ورته غوښتنو لپاره امريکايانو سره درې ځله جرګه شوي ، خو دا لومړی ځل دی چې د پوځ ستر درستيز جنرال اشفاق کياني هم په دغه ناستو کې ګډون کوي او پاکستان په ډير په شدت سره خپله غوښتنه بيا بيا تکراروي ، چې نور نو بايد زموږ اړيکې يو طرفه نه وي ، امريکا دې هر څه موږ ته د املا په توګه نه وايې چې ، موږ يې ليکو او بيا يې پلي کو، بلکې دغه اړيکې بايد دوه اړخيزه وي . امريکايان بايد اسلام اباد ته راشي او پاکستانيان واشنګټن ته . موږ به نور هر ځل واشنګټن ته نه ځو . يو پاکستاني چارواکې د شينګهوا اژانس ته ويلي که امريکا زموږ غوښتنې ونه مني نو دا ځل به موږ هم د دوی ځينې غوښتنې ونه منو ، هغه زياته وي چې امريکا په افغانستان کې زموږ مرستې ته اړتيا لري ، نو ځکه موږ هم خپله همکاري مشروطه کوو.ادريس بختيار دبهرنيو چارو يو کارپوه ، هم ورته نظر لري هغه وايې ، که امريکا غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي ، نو دا کار له پاکستان پرته شونی نه دی، خو نوموړی دا هم زياته وي که پاکستان فکر کوي چې د دوی په هڅو به د امريکا او هند تر منځ اړيکې اغيزمنې شي ، نو دا بيا يوازې يو خيال دی چې حقيقت ورته نه شو ويلی .(۲)
همدارنګه پاکستان له امريکا غواړي هندوستان سره د کشمير د ستونزې د حل په برخه کې ورسره جدي کار وکړي ، امريکا بايد د دواړو هېوادونو ، هند او پاکستان ترمنځ توازن وساتي ، دالقاعدې او طالبانو پر وړاندې جګړه کې امريکا بايد نور هم پاکستان ته نوې او مډرنې پوځي مرستې ورکړي .
پاکستان خو دا هرڅه غواړي ، خو امريکا بيا هم يو لړ انديښنې لري ، د بيلګې په توګه د پاکستان داټومې وسلو د نه خونديتوب موضوع ،  په ځانګړې توګه په ناقانونه توګه د دغه ټيکنالوژۍ قاچاق لکه په تير کې چې د دغه هېواد د اټوم پر پلار عبدالقدير خان تورونه و، چې په ورته کړنو کې لاس لري، همدارنګه امريکا انديښنه لري چې په پاکستان کې طالبانو او القاعده د ځان لپار پټنځايونه جوړ کړي ، له همدغه ځايه حمايه او مجهز کيږي او په افغانستان کې نړيوالو ځواکوونو ته وخت ناوخته سرخوږی پيدا کوي ، که څه هم پاکستان وايې چې په دې  برخه  کې يو لړ اقدامات کړي او وايي چې له ۶۰۰ ډير د القاعدې او طالبانو غړي يې نيولي دي ، په سوات او وزيرستان کې د طالبانو پر وړاندې عمليات کړي ، همدارنګه په پټه له امريکا سره مرسته کوي چې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په قبايلي سيمو کې تنظيم کړي. پاکستان دعوا لري چې دا ټولې ستونزې ، طالبانو په شمول چې اوس د اسلام اباد حکومت ننګوي، امريکا سره د دغه هېواد له ملګرتيا ورپيښې دي ، نو ځکه خو امريکا بايد دغه هېواد سره له هېڅ راز مرستې ډډه ونه کړي .
دا چې امريکا د پاکستان په خبرو او غور پرش څومره غوږ وګراوه راځئ په دې هم پوه شو.
کله چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له واشنټګتن څخه هېواد ته راستون شو ‎، خو خبريالانو ته يې په يوه وينا کې داسې وويل ، موږ په خپلو موخو کې بريالي يو ، هغه وايې : چې امريکا به ورسره نورې مرستې هم وکړي ، او اټکل کيږي چې په ډير نږدې راتلونکې کې به اف ۱۶ الوتکې چې شمير به يې ۱۸ وي پاکستان ته وسپاري . که څه هم پاکستاني وزير په دغه مرستو خوښي ښودله ، خو داسې ښکاري چې د پاکستان اصلي هدف به لاهم پاتې وي هغه دهند او امريکا ستراتيژکه ملګرتيا ده چې پاکستان يې له ډير وخته هيله لري او قريشي او کياني واشنګټن ته په همدې موخه تللي و، خو امريکايانوپه دې برخه کې پاکستان ته ويلي چې په دې اړه به له څيړنې او اروزنې وروسته پريکړه کوي.
بله خوا دا خبره هم ډيره مهم ده ، چې پاکستان په دې وروستيو کې دځينې لوړ پوړو طالب مشرانو په نيولو سره غواړي امريکا ته په ډاګه کړي چې که غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسيږي او نړيوال ځواکونه په ابرومندانه توګه له افغانستان څخه ووځي ، نو دپاکستان له همکارۍ پرته دا کار شونی نه دی ، اسلام اباد په افغانستان کې د ډيلي د رول په را ټيټولو ټينګار کوي . وروستۍ خبره چې ايا پاکستان به وتوانيږي چې له امريکا سره د سترتيژيک تړون په رامنځ ته کولو بريالی شي ، داسې ښکاري چې نه ، هو امريکابه له دغه هېواد سره اقتصادي او پوځي مرستې جاري وساتي ، په خو په نورو برخو کې به دغه هېواد مصروف وساتي چې له ورته غوښتنو تير شي .
ماخذ :
۱-
http://www.islamonline.net/servlet/Satellite?c=ArticleA_C&cid=1269769296398&pagename=Zone-Arabic-News/NWALayout
http://arabic.people.com.cn/31663/6928846.html ۲-