لوږې او وچکالۍ په سومالیا کې ۱۱۰ کسان مړه کړي دي

د سومالیا لومړی وزیر وايي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ددغه هېواد په یوه سیمه کې د وچکالۍ او لوږې له کبله لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه شوي دي.
دغه کسان په سومالیا کې د لوږې څپې تر خپرېدو وروسته مړه شوي دي. تر اوسه د وچکالۍ له کبله د اوښتي بشري زیان پوره کچه نه ده اعلان شوې. مرستندویو بشري ټولنو وېره ښودلې چې په سومالیا کې به لوږه نوره هم ډېره شي.
شمېرې ښيي چې دا مهال نژدې درې میلیونه سومالیان د خوړو له کمښت سره مخ دي.
د "الداکدو" په نوم سیمه ییزې خبري وېبپاڼې ویلي، د سومالیا اودینلي ښار او بای سیمه کې کولرا لسګونه کسان وژلي دي. تر ډېره کولرا ناروغي د پاکو اوبو د نشتوالي له کبله رامنځ ته کېږي.
په ۱۹۹۲ کال هم په دې هېواد کې د لوږې له کبله نژدې ۲۲۰ زره کسان مړه شوي وو.
د تېرې سې شنبې په ورځ، ولسمشر محمد عبدالله محمد وویل، د وچکالۍ اوسنۍ څپې "ملي ناورین" ته ورته دي.
د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ سومالیا کې د لوږې له کبله لږترلږه ۲۶۰ زره کسان مړه شوي وو. په ۱۹۹۲ کال هم په دې هېواد کې د لوږې له کبله نژدې ۲۲۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
سومالیا د نایجریا، سوېلي سوډان او یمن په لېست کې هغه لومړنی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو له خوا د لوږې له ډېر جدي خطر سره مخ دی.