
د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش چې په خپله واکمنۍ کې یې پر افغانستان او عراق پوځي یرغل وکړ، وايي چې پر خپل دغه کار پښېمانه نه دی.
بوش، چې په دې ورځو کې د خپلو نقاشیو د نندارې لپاره د رنګ او غوړ ترنامه لاندې نندارتون ته کمپاین کوي، وايي، چې په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځیانو پر تلفاتو خواشینی دی، خو دا د جګړې یوه اړتیا وه.
هغه ان بي سي ټلوېزیون ته وویل:(( زه فکر کوم چې پر افغانستان او عراق د بریدونو په برخه کې مې سم تصمیم نیولی. زه د سرتېرو پر زیانمنېدو خواشینی یم، خو کله مې چې په افغانستان او عراق کې د مداخلې تصمیم نیوه، مجبور وم چې مصمم و اوسم، سره له دې چې پوهېدم دغه جګړې به ناوړه پایلې ولري)).
جورج بوش د (زړورتیا پورټریټونه) ترنامه لاندې د هغو امریکايي سرتېرو د انځورونو او نقاشۍ یوه ټولګه چمتو کړې، چې په افغانستان او عراق کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
بوش ویلي، چې دی په امریکا کې د داسې سیاست پلوی دی، چې کډوال پکې ومنل شي او هرچا ته د خپلې خوښې مطابق مذهبي عباداتو اجازه وي.
پر افغانستان او عراق د امریکا له بریدونو راهیسې څه باندې اته زره امریکايي پوځیان، په لسګونو زره افغانان او له ۱۷۰ تر ۱۹۰ زرو پورې عراقیان وژل شوي، خو ترهګري نه یوازې دا چې کمه شوې نه ده بلکې لا هم پراخه شوې ده.