ولې د ملکي وګړو وژنه پټیږي؟

په فراه ولایت کې د امریکايي ځواکونو د بمبارۍ له امله اته ملکي وګړي شهیدان شوي او تر شلو ډېر ټپیان دي. په وژل شوو او ټپیانو کې لویه برخه ښځې او ماشومان دي. دغه ملکي وګړي هغه وخت تر برید لاندې راغلي چې کله د افغان ځواکونو له غوښتنې سره سم له سیمې د وتلو په حال کې وو. زموږ امنیتي چارواکي د تل په څېر لومړی له دغه بریده انکار کوي او کله بیا دغه ډول بریدونه د دې پر ځای چې امریکايي جنایت وګڼي افغان ځواکونو ته یې منسوبوي.
د جګړې له شدت سره سم د ملکي وګړو مرګ ژوبله یو ځل بیا زیاته شوې ده. وسله وال مخالفین پرله پسې په بریدونو او چاودنو کې ملکي وګړي وژني. امریکايي ځواکونه هم له دوی سره د ملکي وګړو په وژنه کې سیالي کوي او بیا بیا پر ښځو او ماشومانو هوايي بریدونه کوي. دغه ډول بریدونه ډېری وخت پټ ساتل کېږي، کم یې داسې دي چې تر رسنیو را رسېږي او خلک پوهېږي چې ملکي وګړي وژل شوي دي. په اوسنۍ جګړه کې د امریکايي ځواکونو له خوا د ملکي وګړو مرګ ژوبله بېرته هغه حالت خپلوي چې کلونه وړاندې وه. څو کاله وړاندې هم د امریکايي ځواکونو له خوا پرله پسې پر ملکي وګړو بریدونه کېدل چې وروسته یې د کابل او واشنګټن اړیکې خړې پړې کړې.
له پخوا سره د دغو بریدونو یو توپېر دا دی چې پخواني حکومت په ځانګړي ډول حامد کرزي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره جدي هلې ځلې کولې. نوموړي له دې امله پر امریکایانو نیوکې کولې، بریدونه یې غندل او د مخنیوي لپاره یې هم عملي ګامونه واخیستل چې دا چاره د امریکايي چارواکو د غبرګون لامل شوه او تر پایه یې د حامد کرزي له حکومت سره اړیکې خړې پړې وې.
په دغه حکومت کې بیا خبره بل ډول ده، دغه حکومت نه یوازې د امریکايي ځواکونو پر جنایتونو او د ملکي وګړو پر وژنې غبرګون نه ښيي، بلکې داسې کارونه کوي چې دغه جنایتونه پټ شي. دوی لومړی دغه ډول بریدونه نه مني، کله یې چې ومني نو بیا یې تحریف شوی ډول مني. دغه راز دوی د امریکايي ځواکونه جنایتونه هم افغان ځواکونو ته منسوبوي او په دې ډول د خپلو ځواکونو د تورولو او د امریکايي ځواکونو د سپینولو هڅه کوي. په کندوز کې چې کله پر روغتون برید وشو، امریکايي ځواکونو ومنله چې بريد دوی کړی او د دوی په وینا، تېروتنه ده، خو حکومتي ویاندویانو دا خبره تکراروله چې دغه برید د دوی په غوښتنه شوی دی. ګڼ داسې نور مثالونه هم شته چې ښيي زموږ چارواکو د امریکايي ځواکونو د جنایتونو په پټولو کې هڅې کړې او د هغوی جنایتونه یې افغان ځواکونو ته منسوب کړي دي.
د ملکي وګړو وژنه د منلو نه ده، دا وژنې پر دغه اساس هم نه شي توجیه کېدای چې وسله والو د خلکو په منځ کې مرکزونه جوړ کړي دي. حکومت د خلکو د سر ساتنې مسوولیت لري، دا چې وسله وال یې د سپر په توګه کاروي، دا هم د دوی ناکامي ده او دا چې امریکايي ځواکونه یې وژني او دوی یې پټوي، دا خو بیا په هېڅ ډول د منلو او زغم وړ نه ده.