روسیه:  د افغانستان د وضعیت بدلون لپاره دې جدي سیاسي اقدامات وشي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي چې دوى به له دې وروسته د افغانستان حالات له نږدې وڅاري.
د روسي رسنيو د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا په يوه خبري غونډه کې نيوکه کړې چې ملګري ملتونه د افغانستان له روان وضعيت څخه هېڅ رښتينی تصوير نه لري.
هغې زياته کړې چې د افغانستان وضعيت زيات پېچلی شوی، ترهګريز بريدونه زيات شوي؛ نو له همدې کبله روسيه د دغه وضعيت د بدلون لپاره د جدي سياسي اقداماتو غوښتنه کوي.
مېرمن زخارووا ويلي چې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له ډيپلوماتيکو لارو د ناستو جوړولو هڅه کوي څو له وضعيت سره مرسته وکړي.
دې زياته کړې: ((موږ په افغانستان کې د امنيت او ثبات د رامنځته کولو په موخه د امريکا د رول او همدا شان له ترهګرۍ سره د مبارزې د بريا په اړه هېڅ ارزونه او وضاحت په واک کې نه لرو او موږ تل په دغه ماموريت کې د ابهاماتو په اړه شکايت کړی او لا هم د افغانستان وضعيت له ابهام سره مخ دى.))
د نوموړې په خبره، مسکو به له دې وروسته د افغانستان وضعيت له نږدې څاري او د خپلې ارزونې په پايله کې به د ډیپلوماتيکو هڅو له لارې د افغانستان د کړکېچ لپاره حل لاره ولټوي.
روسيې دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې د ناټو لوى قوماندان جنرال جان نيکولسن تېره اونۍ پر روسيې او ايران تور پورې کړى و چې په افغانستان کې لاسوهنې کوي او له وسله والو طالبانو سره اړيکې لري.