انګلا میرکل له ټرمپ سره ګوري

په برلين کې چارواکي وايي د جرمني صدراعظمه انګېلا ميرکل نهه ورځې وروسته په واشنګټن کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري.
د ښاغلي ټرمپ د لوړې تر مراسمو وروسته دواړو رهبرانو په خپلو کې ټليفوني خبرې کړې وې.
مېرمن میرکل د هغو پاليسيو په ملاتړ څرګندونې کړي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرې سخت انتقاد کړى دى. هغې د ټرمپ د هغه نظر مخالفت کړى و چې ناټو يې يو منسوخ سازمان بللى و.
د جرمني صدراعظمه وايي، د واشنګټن او اروپا تر منځ نږدې همکاري بايد د ډيموکراسۍ، ازادۍ او د هر فرد د حقونو د مراعتولو او درناوي په ګډون پر ګډو ارزښتونو ولاړه وي.
ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاينونو پر مهال د کډوالو په اړه د مېرمن میرکل پر تګلارې نیوکې کړې وې.