
برېټانیا مېشتې د بشري حقونو ډلې ویلي، شک کېږي چې داعش ډلې له ۲۰۱۴ کال راهیسې ۵۳ ځلي کیمیاوي وسلې کارولې وي.
د عراق په موصل کې د کيمياوي وسلو په يوه تازه بريد کې ۱۲ ملکي وګړي ټپيان شوي.
دا ١٢ تنه په دوو جلا بريدونو کې هغه مهال ټپيان شول، کله چې د موصل له لوېديځې برخې توغول شوي دوه هاوانونه پر کورونو ولگېدل.
ټپيان په ساه اخيستو کې ستونزه لري او د بدن پوټکي يې سوځېدلي دي. د موصل لوېديځه برخه اوس هم د داعش ډلې په ولکه کې ده او عراقي حکومت وار له مخه د دغه بريد پړه پر همدې ډلې ور اچولې.
د اربيل په روغتون کې د سره صليب يوۀ روغتيا پال پېښه بي بي سي ته پېښه تاييد کړې.
په بريد کې کارول شوې کيمياوي ماده لا نه ده پېژندل شوې، خو د برېتانيا پوځي افسر او د کيمياوي وسلو کارپوه "همېش برېتون گوردون" په دې باور دى چې کارول شوې ماده ښايي د شرشمو غاز وي.
هغه وايي"دا تر ډېره داسې کيمياوي ماده برېښي چې پوټکى سوځوي، ډېره شونې ده چې د شرشمو غاز وي. موږ پوهېږو چې اسلامي دولت ډله له يوې مودې راهيسې په موصل کې د شرشمو غاز جوړول او د پېش مرگه ځواکونو پر وړاندې چې ما يو مهال ور سره کار کاوه، کارولي هم دي. دا ماده پر پوټکې تڼاکې جوړوي، چې سخت خوږوونکې ده."
دا لومړى ځل دى چې په موصل کې د کيمياوي بريد ثبته شوې پېښه مخې ته راځي، خود عراق په نورو سيمو او سوريه کې د دغه راز خورو ورو پېښو رپوټونه را رسېدلي دي.
پر داعش ډلې له پخوا شک کېږي چې په عراق او سوریه کې یې کیمیاوي وسلې کارولې دي.
د روغتيا نړېواله ټولنه وايي له پېښې خبره ده او ورته نورو پېښو له لپاره د چمتو والي په موخه له سره صليب سره يوځاى کار کوي.