چین په خپله دفاعي بودیجه کې زیاتوالی راولي

چین وايي، د بهرنیو مداخلو د مخنیوي په موخه په خپله کلنۍ پوځي بودیجه کې د ۷ سلنې زیاتوالي راوستلو هوډ لري.
چین دا ګام د امریکا په پوځي بودیجه کې د ټرمپ له خوا د ۱۰ سلنې زیاتوالي له اعلان وروسته اخیستی.
د چین خلکو د ملي کانګرس ویاندې فو یینګ وویل، چین له خپلو ګاونډیانو سره د ځمکې د ملکیت پرسر د اختلاف هوارولو لپاره له سوله ییزو لارو ګټه اخلي. خو وايي، بیجینګ باید دا توان ولري چې له خپله ځانه دفاع وکړي.
چین په خپله پوځي بودیجه کې د ۷ سلنې ډېروالي اعلان د خلکو ملي کانګرس د کلنۍ غونډې د پیلېدو په درشل کې کړی دی.
دا دویم پرله پسې کال دی چې چین خپله بودیجه نژدې ۷ سلنه ډېروي. تر دې وړاندې، له ۲۰۱۰ کاله تر اوسه چین په خپله کلنۍ پوځي بودیجه کې هر کال ۱۰ سلنه ډېروالی راوستلی.
تېر کال د چین پوځي بودیجه ۱۳۸ میلیارد ډالر وه، چې د امریکا د ۵۳۰ میلیارد ډالرو پوځي بودیجې په پرتله ډېره کمه ده.
ځینې لوېدیځ څارونکي باوري دي چې چین له اعلان شوې پوځي بودیجې ډېره پوځي بودیجه لګوي.
د چین د خلکو ملي کانګرس ویاندې وویل، هېواد یې له څو کلونو راهیسې د خپل دفاعي توان ډېرولو په درشل کې دی، خو تجهیزات یې د امریکا د پوځ تجهیزاتو ته نه شي رسېدلی.
اغلې فو د چین او ګاونډیانو ترمنځ ترینګلتیا او پکې د امریکا دریځ ته په اشارې سره وویل: "ښايي امریکا به له دې کبله اندېښمنه وي چې ګنې د چین پوځي توان له دوی سره یوشان کېږي، خو موږ د پراختیا په حال کې هېواد یو، چې د چین او امریکا د پوځي تواناییو ترمنځ ډېر توپیر دی".
د چین ګاونډیانو چین جنوبي سمندر په مصنوعي ټاپوګانو کې د خپلو پوځي تجهیزاتو ډېرولو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
د سپوږمکیو له لارې ځینې اخیستل شوي انځورونه ښيي چې په دغو ټاپوګانو کې چین له ځمکې هوا ته د ځینو لازمو توغندیو ځای پرځای کول بشپړوي.
چین غواړي له لوېدیځو قوتونو سره د دفاعي توان ډېرولو او الوتکو جوړولو په برخه کې سیالي وکړي.