
د امریکا لپاره د روسیې سفير د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کمپاين له غړو سره د تېرکال په اوږدو کې څو ځلي کتلي وو، چې په دغو کسانو کې د امریکا د لوی څارنوال جېف سشنز ترڅنګ د ټرمپزوم جارېډ کوشنر هم د روسيې له سفير سرګي کسليک سره کتلي وو.
د امریکا د تحقيقاتو فدرال اداره يا ايف بي آی او د کانګرس کمېټې له روسیې سره د ټرمپ د کمپاين د اړیکو په اړه پلټنې کوي.
رويټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې پر جېف سشنز هغه مهال انتقادونه زیات شول چې ده د جنورۍ مياشتې د سنا په استماعیه غونډه کې د روسیې له سفير سره د خپلو دوو کتنو په اړه معلوماتڅرګند نه کړل.
د کانګرس غړو له ده غوښتنه وکړه چې يا دې له خپلې دندې لرې شي او يا دې له هغو تحقيقاتو لرې شي چې د امریکا ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاسوهنې په اړه کېږي.
د لوی څارنوال په توګه سشنز د امریکا د عدليې وزارت هر ډول پلټنې څاري.
د امریکا لوی څارنوال جېف سشنز د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې يوه خبري کنفرانس ته وويل: "اوس ما پرېکړه کړې ده چې په دغو يا راتلونکو هر ډول تحقيقاتو کې برخه وانه خلم چې دامريکا د ولسمشر د کمپاين په اړه وي."
له دې اعلان څو ساعته وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس دا غوښتنې چې سشنز باید له خپلې دندې ګوښه شي يا دې له تحقيقاتو لري شي، بې ځایه وبللې.
په جنورۍ مياشت کې د امريکا استخباراتي ادارو يو راپور خپور کړ چې وايي، د امریکا د ولسمشرۍ کمپاين اغېزمنولو امر روسي ولسمشر ولاديمير پوتین ورکړی و چې د امريکا پر انتخاباتيسيسټم د خلکو باور کم شي او ډیموکراټه کانديده هيلري کلېنټن وباسي.
رويټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې سشنز وويل، له تحقيقاتو د لرې کېدو پرېکړه يې د عدليې وزارت له چارواکو سره د څو اوونيو تر سلا مشورو وروسته وکړه.
له دې وروسته به د لوی څارنوال مرستيال دانا بوينتې به په دې برخه کې د هر ډول تحقيقاتو څارنه کوي.
د استازو جرګې ډموکراټې مشرې نانسي پلوسي په ګډون د سنا او استازو جرګې ډموکراټ غړو ويلي چې تحقيقاتو کې برخه نه اخېستل يا نه څارل کافي نهدي او له سشنزه يې وغوښتل چې استعفاورکړي. دوی ويلي چې سشنز د سنا په استماعيه غونډه کې پر لوړه سربېره درواغ وويل.