جان مککین:  افغانستان ته نه پاملرنه به د ستراتیژیکې ناکامۍ لامل شي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله نا امنۍ ډېرې شوې، د امریکا په سنا کې د وسله ‎والو خدمتونو د کمېټې مشر سناتور جان مک‎کين د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې دغه هېواد تهدې پاملرنه زیاته کړي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي: ((ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه اداره باید له افغانستان سره هماغسې بېړنۍ او عاجل چلند وکړي لکه د اسلامي دولت په نوم د وسله ‎والې ډلې پر ضد جګړې ته چې نیت لري.))
سناتور جان مک‎کين خبرداری ورکړی، که افغانستان ته پاملرنه ونه شي، روان وضعیت به په دغه هېواد کې پر ستراتیژیکه ناکامۍ تمام شي.
سناتور جان مک‎کېن زیاته کړې: ((تېروتنه باید ونه شي، افغانستان په شدت زموږ د شریک دښمن پر وړاندې د خپل هېواد د دفاع لپاره مبارزه کوي. خو موږ هم باید دا درک کړو چې امریکا اوس هم په افغانستان کې د هغوترهګرو دښمنانو پر ضد جګړه کې ښکېله ده چې زموږ پر هېواد یې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې بریدونه کړي وو.))
سناتور جان مک‎کېن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره میاشت په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي قوماندان جنرال جان نیکولسن د امریکا د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټې ته وویل: ((پهافغانستان کې د اوسني په ټپه درېدلي حالت د بدلون لپاره څو زرو نورو امریکايي او یا هم د ناټو د نورو غړو سرتېرو ته اړتیا لري، څو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ په ښه توګه وکړی شي.))
تر اوسه پورې امریکايي دفاعي چارواکو په څرګنده د جان نیکولسن د دې غوښتنې په اړه څه نه ‎دي ویلي.
په دې اوونۍ کې کانګرېس ته په وینا کې هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان یادونه ونه ‎کړه خو ویې ویل چې د اسلامي دولت د وسله ‎والې په نوم ډلې "داعش" پر ضد به په ټوله نړۍ کې په شدت مبارزه وکړي.
سناتور جان مک‎کېن د ولسمشر ټرمپ د دې ژمنې ستاینه کړې خو ویلې یې دي: ((اړتیا ده چې افغانستان هم زموږ د لومړیتوبونو په سر کې و اوسي.))
دغه امریکايي سناتور په خپلې اعلامیې کې په افغانستان کې وروستیو ناکراریو ته اشارې کړې او په کابل کې یې د چهارشنبې د ورځې د بریدونو یادونه کړې چې لږ تر لږه تر شلو زیات کسان یې ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
نوموړي همدارنګه د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر لاس د یوې بلې ولسوالۍ د سقوط یادونه هم کړې او ویلې یې دي: ((دا شا تګ په ټول هېواد کې په ځوروونکو زیانونو پسې رامنځته کېږي.))
د پنټاګون چارواکي پلان لري په دغه پسرلي کې د افغانستان جنوب لوېدیځ ته ۳۰۰ امریکايي سمندري سرتېري واستوي.
سناتور جان مک‎کېن او جنرال جان نیکولسن دغه اقدام ستايي خو کافي یې نه ګڼي.
جان مک‎کېن وايي: ((غواړي چې ولسمشر ټرمپ له فرصته ګټه واخلي، په افغانستان کې روانه پاڼه بدله کړي او بالاخره زموږ نظامي قوماندانانو ته هغه سرچینې او واک برابر کړي چې هغوی ورته زموږ د دښمن خلاف د جګړې د نوښت په لاس کې اخيستو لپاره اړتیا لري.))
دا مهال په افغانستان کې ۸۵۰۰ امریکايي سرتېري او د ناټو د نورو متحدانو شاوخوا پنځه زره سرتېري مېشت دي چې د افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او ملاتړ برابروي.