
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل: ټاکل شوې ده، چې د روسیې ولسمشر پوتین او ښاغلی ولسمشر اشرف غني به د شانګهای د همکاریو سازمان (SCO) غوڼډه، چې به د 2017 کال د جون په میاشت کې په استانه کې جوړه شي، سره وویني. نوموړي دا هم زیاته کړه، چې دواړو ولسمشرانو د Ufa او تاشکند غونډو په 2015 او 2016 کلونو کې هم سره لیدلي وو.