له عراقه تښتېدونکي داعشیان پاکستان ته پناه وړي

پاکستانۍ اکسپرېس ټربيون ورځپاڼه وايي د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په عراق کې ماته منلې او پر خپلو پلويانو يې غږ کړى چې سيمه پرېږدي او يا دې ځانونه پټ کړي.
ورځپاڼه زياتوي دا خبر د عراق يوې ټلوېزيونې شبکې د خپلو سرچينو په وينا خپور کړى.
د نينوا ولسوالۍ حکومتي سرچينې وايي د البغدادي وروستۍ څرگندونې په ليکلې بڼه د دغې ډلې پر غړو وېشل شوې دي.
نوموړي په موصل کې د داعش دفترونو تړلو لارښوونه کړې او پر خپلو هغو پلويانو يې خپلو هېوادونو ته د بېرته ورستنېدو او يا ځان چوولو غږ کړى چې عرب توکمي نه دي.
د ورځپاڼې په وينا په موصل کې د داعش مشران سوريې او يا هغو سيمو ته تښتېدلي چې اوس هم د دوى په ولکه کې دي.
همدې اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د يوه لوړ پوړي پاکستاني پوليس چارواکي په وينا ليکلي چې د داعش غړو په پښتونخوا کې د عادي وگړو په منځ کې ځانونه پټ کړي.
دغه چارواکي ورځپاڼې ته ويلي د داعش غړو د چارواکو تېر اېستلو لپاره کوچني کاروبارونه شروع کړي او يا ځينې مهال ځان د ښو طالبانو د بېلگې په توگه د حقاني ډلې غړي څرگندوي .
د دغه پاکستاني چارواکي په وينا داسې ډېر شواهد مخې ته راغلي چې ښيي دوى له تېرو ١٨ مياشتو راهيسې په پښتونخوا کې تبليغات کوي او د پاکستاني طالبانو غړي خپلو ليکو ته ور ماتوي او بيايې جگړې لپاره افغانستان ته لېږي.