
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس رسما سویلي کوریا او امریکا ته د دغه هیواد د ګواښنې خبر ورکړی دی.
شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا پر ګډو نظامي تمریناتو سخته نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې دا کار د شمالي کوریا پر وړاندې د یرغل تیاری بلل کیږي.
دوی ګواښ کړی دی چې که چېرې د دغو تمریناتو څخه کوچنی خطر هم شمالي کوریا ته متوجه شي نو دوی به یې سخت ځواب ورکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې شمالي کوریا ټینګار کړی دی چې دا ګواښ یوازې خبرې نه دي بلکه که یو توپ هم شمالي کوریا ته خطر پیښ کړ نو نړۍ به د دوی د ډېر سخت ځواب شاهده وي.