
د دهند د فاع وزیر منوهر پریکار ویلي دي چې د کابل په وروستیو بریدونو کې کیمیاوي مواد کارول شوي دي.
نوموړي چې په یوه غونډه کې یې خبرې کولې ویلي دي چې د پیښو له انځورونو څخه داسې ښکاري چې په دغو بریدونو کې کیمیاوي مواد کاریدلي وي.
نوموړي ویلي دي چې د ټپیانو او د پیښو له ځایونو څخه تر لاسه شويو انځورونو کې په شدت سوځیدنه لیدل کیږي چې دا د کیمیاوي موادو د کاریدلو نښې دي.
هند ویلي دي چې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.