
د ډونلډ ټرمپ تر ټاکل کیدو وروسته، په قباييلي سيمه کې د بې پيلوټه الوتکو لومړنی بريد تر سره شو.
د پاکستاني خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې، دغه برید د کورمې په ايجنسۍ کې تر سره شوی او په بريد کې دوه تنه وژل شوي دي.
تر اوسه د بريد په هکله زيات جزيیات ندي ورکړل شوي، خو دغه برید په داسې مهال شوی، چې ټرمپ تازه د پوځي بوديجې د زياتیدو غوښتنه کړې ده.
باید وويل شي چې د بارک اوباما د واکمنۍ په دوره کې چې په قبائيلي سيمو کې د بې پيلوټه الوتکو کوم بریدونه شوي دي، زیاتره قربانيان يې ملکي خلک وو.