
د القاعده ډلې منلې، چې د دوی د ډلې دوهم لوړپوړی مسؤل، د ايمن الظواهري مرستیال
ابو الخیر المصري وژل شوی.
د رويټرز د خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، د يادې ډلې په خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله رجب عبدالرحمن چې د ابو الخیر المصري په نوم سره نامتو و، د سي ای اې د ډرون الوتکې لخوا د ده پر موټر باندې د بريد په پايله کې وژل شوی.
ځينې رسنيو څو ورځې مخکې د نوموړي د مرګ خبرونو خپاره کړي وي، خو القاعد په رسمي توګه له ځنډ سره د خبر پخلی وکړ.