
د سپینې ماڼۍ د مقاماتو له خولې ویل شوي چې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د دغه هیواد نظامي بودجه زیاته کړي.
د دغې بودجې د زیاتولو لپاره نوموړی غواړي چې د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو مرستو له برخې څخه ۳۷ فیصده پیسې کمې کړي.
وال سټریټ ژورنال لیکلي دي چې ټرمپ د ۵۴ میلیارده نظامي بودجې د زیاتوالي لپاره غواړي د نورو بنسټونو او موسسو بودجه راکمه کړي.
ټرمپ د خپلو ټاکنیزو مبارزو په ترڅ کې هم ویلي وو چې له بهرنیانو سره به خپلې مالي مرستې کمې کړي.
دغه خبر د ټرمپ د مخالفینو غبرګونونه راپارولي چې په سر کې یې د امریکا د سنا جمهوري غوښتونکی مشر میچ مک کانل دی.