د پاکستان په سند ایالت کې د افغان کډوالو د نیولو امر شوی

د سند ایالت د پولیسو عمومي قوماندان اعلان کړی چې په ټول ایالت کې یې د افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.
د ډان نیوز ټلویزیون د راپور له مخې، د سند پولیسو عمومي قوماندان الله دینو خواجه سې شنبې په کراچۍ ښار کې خبریالانو ته ویلي، په سند ایالت کې د امنیتي خطرونو په خاطر پولیس د افغان مهاجرو خلاف عملیات پیلوي او ټول غیر قانوني کډوال نیسي.
ده همداراز ویلي چې دغه عملیات به د سند د مرکز کراچۍ ښار په شمول په ټول ایالت کې وي.
خواجه ویلي چې پولیسو ته یې امر کړی چې د ورځې لږ تر لږه ۳ ساعته د افغانانو د موندلو لپاره ګزمه وکړي.
په سند کې پر افغان کډوالو فشار وروسته له هغه ډېر شوی چې د دغه ایالت په لال شهباز قلندر زیارت کې ځانمرګی برید وشو.
راپورونه وايي چې په وروستیو دوو اوونیو کې د سند پولیسو په سلګونو افغانان نیولي، یو شمېر یې افغانستان ته لېږلي او یو شمېر نور یې محبسونو ته اچولي دي.
په پنجاب کې هم د لاهور له ځانمرګي برید وروسته نه یوازې د مهاجرو، بلکې د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو د پښتنو خلاف هم د پولیسو ځورونې پیل شوې دي.