
که پاکستان په راتلونکو دریو میاشتو کې د ترهګرو پرضد جدي اقدام ونه کړ، د نړیوالې بانکدارۍ له شبکې به واېستل شي.
د مالي اقداماتو نړیوال سازمان د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که تر راتلونکو دریو میاشتو پورې په خپل هېواد کې د مېشتو ترهګرو پرضد ګام پورته نه کړي، نو له نړیوالې بانکي شبکې به و اېستل شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، پر پاکستان د دې بندیزونو د لګېدو په صورت کې د دغه هیواد مالي نظام په تورلېست کې شاملیږي، چې ورسره به پاکستان له نړیوالې سوداګرۍ څخه هم و اېستل شي.
له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان د ملاتړ له امله ظاهراً پر دې هېواد د نړیوالو فشارونو په زیاتېدو دي او په تازه اقدام کې د مالي اقداماتو نړیوال سازمان پر پاکستان د پراخو اقتصادي بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړی دی.
فوربس امریکایي مجلې په یوه تازه راپور کې ویلي، د مالي اقداماتو ډلې یا فاټف چې د جي ۷ هېوادونو مشري کوي، پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که په راتلونکو دریو میاشتو کې د ترهګرو پرضد جدي اقدام ونه کړي، نو د نړیوالې بانکدارۍ له شبکې به واېستل شي.
اقتصادي شنونکي وایي، د دې بند یزونو د لګېدو په صورت کې پاکستان د نړیوالې بانکدارۍ پر ممنوعه ساحه بدلېږي، چې ورسره به د دې هېواد اقتصاد او صنعت سخت زیانمن او نړیواله سوداګري به ورسره قطع شي.
دغه اداره چې د ترورېزم د تمويل پر ضد، د درنو وسلو د استمعال مخنیوي او د پيسو مینځلو پر ضد قانوني او نظارتي معیارونه ټاکي، په وروستۍ ناسته کې یې پر پاکستان د ورته بندیزونو غوښتنه کړې ده.
په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان هم د تورو پیسو د مخنیوي پرضد د قوانینو د نه لرلو له امله د ورته بندیزونو له ګواښ سره مخ و، خو د قوانینو له تصویب او یو لړ نورو اقداماتو وروسته له بندیزونو وژغورل شو.
د مالي اقدام ډلې په خپل خبرداري کې له پاکستانه غوښتي چې، د جماعت الدعوه، جیش محمد او نورو سخت دریځو ډلو د تمویل لارې بندې او پرضد یې اقدام وکړي.
د افغانستان بانک پخوانی مرستیال خان افضل هډه وال وايي، که پاکستان د نړیوالو ژمنې پوره نه کړي نو ښايي دغه هېواد تورلېست ته ولوېږي او په دې توګه به یې بانکي سیستم له بندیزونو سره مخ شي.
پر پاکستان د دغو بندیزونو د لګېدو غوښتنه داسې مهال کېږي چې، همدا اوس په اسلام اباد کې د اقتصادي همکارۍ سازمان، ایکو غونډه د یاد سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په ګډون دوام لري، خو افغانستان او هند په کې له ګډونه انکار کړی.