
په لندن کې د برېټانیا د ډیموکراسۍ فورم په نوښت جوړه شوې څېړنیزه غونډه کې چې د بلوچستان پر پرون، نن او راتلونکي یې تمرکز درلود، د بلوڅانو سیاسي مشرانو پاکستان یو اشغالګر هېواد وباله او د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز یې په سیمه کې د ستراتیژیکو اهدافو د حصول یوه وسیله وبلله.
به دغه سیمینار کې د کلات خان میر سلیمان احمدزي وویل، چې پاکستان د دوی سیمې اشغال کړې او دوی کوښښ کوي، چې چین د اقتصادي کوریډور له پروژې څخه را ګرځوي.
هغه وویل:((موږ یو ویاړلی قوم یوو، موږ د پنجابیانو له خوا بهرنی تسلط نه منو. پاکستان ته اجازه ورکړل شوه، چې بلوچستان په تاریخي لحاظ اشغال کړي. نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول برېټانیا باید له موږ سره د خپلې خپلواکۍ په بېرته ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. د پاکستان او چین اقتصادي کوریډور د پنجاب او چین کوريډور دی.))
داوود احمدزی وايي، چې پاکستان له ۱۹۴۸ کال راهیسې بلوچستان اشغال کړی او دلته یې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
د کلات خان او نورو بلوچ مشرانو په باور، برېټانیا په ۱۸۷۶ او ۱۹۳۵ کلونو کې د کلات خان ته په خپل لیک کې نه یوازې بلوچستان یو خپلواک دولت ګڼلی، بلکې ویلي یې وو، چې دوی بلوچستان د بهرنیو بریدونو په مقابل کې حمایه کوي.
د ازاد بلوڅ غورځنګ مشر حربیار مري په دغه سیمینار کې د خپل پیغام په ترڅ کې چې د هغه د ګوند یوه بل غړي ولوست، وویل، چې بلوڅان له پاکستانه د خپلې ازادۍ لپاره جنګېږي او کله هم د پاکستان برخه نه ګرځي.
هغه وویل: ((بلوڅان د پاکستان خلاف د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېږي او دا جګړه او مقاومت به ترهغه جاري وي، چې بلوڅان ازادي واخلی. دا تر ټولو غوره تایید دی، چې موږ کله هم نه غوښتل د دغه فاسد او ظالم پاکستان برخه وګرځو.))
حربیار وویل، چې د پاکستان او چین اقتصادي کوريډور په هُرمز تنګي کې د چین د پوځي سمندري مرکز د جوړولو او په دې سیمه کې د هند او امریکا د نفوذ کمولو لپاره عملي کېږي.
هغه زیاتوي: ((چینایان د پاکستان په څېر فاسد چارواکي او افراطیون نه خوښوي، خو هغوی له ستراتیژیک اړخه په ګوادر کې د پښې ټینګولو ځای غواړي او هڅه کوي چې هرمز تنګي ته لاسرسی ولري. دوی دلته د یوه پوځي مرکز له لارې د هند او امریکا د نفوذ کمولو په لټه کې دي.))
دغه سیمینار ته له پاکستانه ډاکټر یعقوب بنګښ هم غوښتل شوی و، خو ویل کېږي چې د پاکستان استخباراتي ادارو لندن ته له ورتګ څخه منع کړی و.
په سیمینار کې د برېټانیا د پارلمان غړو باب بلکمن، نیګل هډلسټون او د افغانستان، ایران، پاکستان او هند ګڼو نورو پوهانو او ژورنالېستانو ګډون کړی و.
د بلوچستان د ازادۍ په تړاو دغه سیمینار په داسې حال کې دی، چې ویل کېږي متحده ایالات او یو شمېر نور ستر قدرتونه په سیمه کې د بلوچستان، کردستان او پښتونستان په څېر د نویو دولتونو د رامنځته کولو په لټه کې دي.