
پنټاګون وايي، د داعش ډلې د ماتولو لپاره د مقدماتي پلان طرحه یې سپینې ماڼۍ ته سپارلې ده.
د پنټاګون ویاند تورن جېف ډیوېس وايي، دا پلان یو پراخ چوکاټ لري چې نه یوازې په عراق او سوریه کې بلکې د نړۍ په کچه له داعش سره مبارزه کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د دفاع وزیر جېمز متېس به په دې اړه د سپینې ماڼۍ چارواکو ته معلومات ورکړي.
د امریکا د پوځ پر ستراتیژۍ غور په داسې حال کې پیل شوی چې اټکل کېږي د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف به د شپږو میاشتو په ترڅ کې د عراق په موصل او د سوریې په رقه ښارونو کې د داعش ډلې اصلي مرکزونه ونیسي.