ټرمپ کانګرس ته په دفاعي بودجه کې د ۹ سلنه زیاتوالي وړاندیز کړی

د امریکا ولسمشر کانګرس ته وړاندیز کړی چې د هېواد دفاعي بودجه په سلو کې نهه زیاته کړي.
سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کانګرس څخه غوښتي چې د راتلونکي کال په دفاعي بودجه کې ۵۴ میلیارده ډالر زیاتوالی راولي.
دا پیسې به له غیر پوځي او د نړیوالو مرستو له برخې کمېږي او پر دفاعي بودجه به ور زیاتېږي.
ښاغلي ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ایالتونو له والیانو سره په کتنه کې وویل چې د ده د بودجې لومړی وړاندیز په پوځي لګښتونو کې تاریخي زیاتوالی راولي او د امریکا پوځ پیاوړی کوي.
د راپورونو له مخې ټرمپ په دفاعي برخه کې د راتلونکي کال د لګښتونو لپاره ۶۰۳ میلیارده ډالر غوښتي دي.