
د خيبر پښتونخوا په اسامبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړى سردار حسين بابک وايي چې هندوستان هره ورځ پر پاکستان بريدونه کوي، خو دوى کله هم له دغه هېواد سره لاره بنده نه کړه.
نوموړي وړمه ورځ په يادې اسامبلۍ کې د بحث پر مهال د پاکستان پر مرکزي حکومت سختې نيوکې کړې او ويلي یې دي چې له وروستيو بريدونو وروسته يې له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې.
هغه زياته کړې چې د ترهګرو اصلي مرکزونه په پنجاب کې دي او په ډاګه يې ويلي چې اوس هم د پنجاب په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو د روزنې لسګونه مرکزونه شته خو د پنجاب حکومت د پښتنو پر ځورولو لاس پورې کړى دى.
په دې وروستيو کې د پنجاب حکومت په دغه ايالت کې د مېشتو پښتنو پر ضد وروسته له هغه عمليات پيل کړل او لسګونه پښتانه يې ونيول چې په دغه ايالت کې چاودنې او ځانمرګي بريدونه وشول.
وړمه ورځ د خيبر پښتونخوا په اسامبلۍ کې د پنجاب حکومت د دغه اقدام پر ضد يو قرارداد منظور کړى او دغه کار يې غندلى دى.
د بحث پر مهال د عوامي نېشنل ګوند غړي سردار حسين بابک ويلي چې که چېرې پنجاب له دغه کار څخه لاس وانه خلي، نو دوى به هم له خيبر پښتونخوا څخه پنجابيان وشړي.
هغه زياته کړې چې پنجاب د ترهګرو مرکز دى، د ځانمرګو بريدونو طراحان او پلان جوړوونکي په دغه ايالت کې دي او هلته د ترهګرو در روزنې لسګونه مرکزونه شته.
بابک له افغانستان سره د لارو پر بندولو هم نيوکه کړې او ادعا يې کړې چې هندوستان هره ورځ لسګونه توغندي پر پاکستان توغوي، خو پاکستان هېڅکله پرې لاره نه بندوي او نه هم ځوابي اقدام کوي.
په ياده اسامبلۍ کې د پاکستان پيپل ګوند غړي صاحبزاده ثناء الله ويلي چې په پنجاب، سند او کشمير کې د پښتنو د ځورولو پېښې زياتې شوې دي.
هغه زياته کړې چې له دغه کار سره په پاکستان کې د مېشتو قومونو تر منځ نفرت او زړه بداوى زياتېږي.
د يادې اسامبلۍ بل غړي مولانا لطف الرحمن ويلي چې د پنجاب حکومت د ترهګرو په نامه د پښتنو پر ضد عمليات پيل کړي دي.