
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وايي، چې روسیه به په سیمه کې د ترهګرو ډلو د ځپلو په موخه په تاجکستان کې له خپلې پوځي اډې ښه استفاده وکړي او که اړتیا ولیدل شي، مسکو حاضر دی چې افغان پولې ته څېرمه دغې اډې ته نور اضافي پوځیان هم واستوي.
پوتین په تاجکستان کې وویل، د ګڼو ترهګرو ډلو ترڅنګ، په افغانستان کې مېشته داعش ډله روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته پر لوی ګواښ د بدلېدو په حال کې ده، له همدې امله روسیه غواړي چې په تاجکستان کې له خپلی پوځې اډې اعظمي استفاده وکړي او د اړتیا په صورت کې به دغې اډې ته نور روسي پوځیان هم ولېږی.
پوتین وايي: ((روسیه او تاجکستان دواړه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د اسلامي دولت ډلې د نفوذ د پراختیا په تړاو اندېښمنه ده. موږ دغه راز د مخدرو توکو د پراخېدونکي قاچاق په تړاو اندېښنه لرو، په دې برخه کې موږ پر دې هوکړه وکړه چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډ سرحد د امنیت ساتلو لپاره به په ګډه اقدام کوو. موږ به د افغانستان له پولې سره نږدې د تاجکستان په خاوره کې د روسیې له پوځی اډې په لویه کچه استفاده وکړو.))
په داسې حال کې چې له دوو کلونو راهیسې له تاجکستان سره پر پوله د افغانستان شمالي ولایتونه د دوامدارو نا امنیو شاهد دي، د تاجکستان ولسمشر سیمې ته له ورپېښو ګواښونو پر وړاندې مقابله د خپل هېواد مسوولیت بولي او ټینګار کوي چې د افغانستان روانې جګړې ته باید د مذاکراتو له لارې حل لاره ولټول شي.
امام علي رحمن وايي: (( تاجکستان له افغانستان سره د ګډو ګټو هېوادونو د سرحد شپېته سلنه جوړوي، له همدې امله دا د تاجکستان مسوولیت دی چې له افغانستانه سیمې ته هر راز ور پېښېدونکي ګواښ ته مناسب ځواب ووایي. په دې برخه کې ما او ولسمشر پوتین د افغانستان په تړاو ځانګړی بحث وکړ او زموږ په دغه ګاونډي هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت پر لارو چارو مو خبرې وکړې. موږ د امنیتي همکاریو او د تاجکستان د دفاعي ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو پر چارو هم بحث وکړ، ترڅو له افغانستانه پیښ ګواښ سره مقابله وکړای شي.))
پوتین زیاته کړه، چې له تاجک سره یې په افغانستان کې د کړکېچن وضعیت په تړاو خبرې وکړې او دواړو پر دې سلا وکړه چې په افغانستان کې به د ملی پخلاینې له هڅو سره مرسته کوي او له کابل سره د سولې د خبرو د پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.
د روسیې او تاجکستان ترمنځ د یوه تړون له مخې، دوشنبه د افغانستان سرحد ته نژدې روسیې ته یوه پوځي اډه په واک کې ورکړې او دمګړۍ دېرش زره روسي پوځیان په کې مېشت دي. د قرار داد له مخې روسیه به تر ۲۰۴۲ کاله دغه پوځې اډه په خپل واک کې ولري.