
د سپیس اکسپرس خصوصي فضایي شرکت اعلان کړی دی چې د ۲۰۱۸ کال په اواخرو کې به دوه تنه د سپوږمۍ پر شاوخوا د چکر لپاره فضا ته ولیږي.
د دغه شرکت اجرایي رییس ویلي دي چې دا شرکت په ولوله انګیز ډول دا اعلان کوي چې دوه عادي ښاریان به د سپوږمۍ پر شاوخوا د سیل لپاره ولیږي او دغو دوو تنو دوی ته خپل نومونه ورکړي دي.
نوموړي د دوی په اړه نور معلومات وړاندې نه کړل خو ویې ویل چې دی ته به لازمې زده کړې ورکړل شي او کوښښ کوي هغه خطر چې د دوی لپاره فضا ته په تګ کې موجود دی تر ډېره راټیټ کړي خو دا امکان یې نشته چې صفر ته راټیټ شي.
دغه دوه سیلانیان به د سپوږمۍ پر مخ راښکته نه شي بلکه یوازې به یې پر چاپیر راوڅرخیږي.
له بلې خوا د امریکا د فضایي څیړنو ادارې (ناسا) اعلان کړی دی چې داسې تشیال بېړۍ یې جوړه کړې چې په ۲۰۱۸ کال کې به د لمر په لور وتوغول شي.
دا بېړۍ سولر پروب پلس نومیږي چې ۱۱.۵ سانتي متره ضخامت په درلودلو د داسې موادو پوښ ورکړل شوی دی چې تر ۱۳۷۷ سانتي ګراډ درجو پورې د تودوخې پر وړاندې مقاومت کوي.
سرچینې ویلي دي چې دا بېړۍ د تېرو هغو په پرتله ۷ ځله لمر ته ډېره د نېږدې کیدلو توان لري.