د سهامي شرکت ناخوالې

د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون موندنې ښيي چې د بهرنيو چارو په وزارت کې د وروستيو دوو کلونو ٧٠ سلنه مقررۍ غير قانوني دي او داسې کسان د ډیپلوماتانو په توګه مقرر شوي چې په اړونده برخه کې هېڅ تخصص نه لري. د ولسي جرګې څېړونکی پلاوی وايي داسې موارد یې پیدا کړي چې د اوبو رسولو او فاضل آب رياست کسان راغلي او ډيپلوماتان شوي، په داسې حال کې چې ماسټران او دوکتوران وزګار ګرځي او که په حکومت کې هم دي، په ډېرو ټیټو پوستونو کې کار کوي. همدا لامل دی چې زموږ د بهرني سیاست دستګاه فلج ده او په بهر کې زموږ ډیپلومان د دې پر ځای چې د افغانستان لپاره کار او خدمت وکړي، غوړې ترکۍ او ایټالوۍ دریشې ګانې یې پر تن وي او اصلاً نه پوهېږي چې څه باید وکړي او مسوولیت یې څه دی؟ ولسمشر غني به په انتخاباتي شعارونو کې د شایسته سالارۍ خبرې کولې، خو کله چې سړی ویني چې د دولت په یوه ډېره مهمه اداره یعنې د بهرنیو چارو وزارت کې یوازې په تېرو دوو کلونو کې ۷۰ سلنه مقرري د سیاسي روابطو او انډیوالۍ له لارې شوې ده، نو دغه وضعیت سړی ډېر ناهیلی کوي. دا یوازې د بهرنیو چارو وزارت نه دی، بلکې په امنیتي سکتور کې هم ورته وضعیت دی. د ملي یووالي حکومت امنیتي سکتور په لوی لاس سیاسي کړ او زیاتره هغه څوکۍ چې باید وړ کسانو ډکې کړې وای؛ د اجرایه رییس، ولسمشر، د ولسمشر د مرستیالانو او د اجرایه رییس د مرستیالانو ترمنځ لیلام شوې. همدا لامل دی چې زموږ د وسله والو ځواکونو په رهبرۍ کې د مدیریت ضعف او کمزوري ورځ تر بلې څرګندېږي. په خپله ناټو او امریکايي جنرالانو پر دې اعتراف وکړ چې افغان ځواکونه د رهبرۍ له کمزورتیا سره مخ دي او دا تشه د دې سبب شوې چې په وروستیو څو کلونو کې د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېر لوړ شي. ټول پوهېږي چې اوس په دولتي ادارو کې د تقرر معیار سیاسي او تنظیمي اړیکې دي؛ دغه بې عدالتي د نظام د تضعیف لامل کېږي او خلک ورځ تر بلې له دولت څخه واټن نیسي. ولسمشر دې د وسله والو ځواکونو د تشویق نمایشي هڅې پرې ږدي او د دې پر ځای باید په پوځ او د دولت په نورو ادارو کې په مقرریو کې د بې عدالتیو مخه ونیسي؛ همدا بې عدالتي ده چې خلک په اسانه په حکومت کې خدمت ته زړه نه ښه کوي او نه هم د کار کومه انګېزه لري، ځکه چې روانو بې عدالتیو خلک ډېر بې باوره کړي دي. دا ډول ګومارنې په حکومت کې د خدماتو موثریت زیانمنوي او د اهل ځای نا اهله کسان ډکوي؛ تر ټولو مهمه دا چې په واسطه راغلي کسان د دندې په اړه د مسوولیت احساس نه کوي او د سیاسي ملاتړ له امله ډېر کله فساد ته هم مخه کوي.