په ۲۰۱۶ کال کې په جرمني کې پر کډوالو ۲۵۵۳ بریدونه شوي

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دغه هېواد کې پر کډوالو تېر کال هره ورځ نږدې لس بریدونه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، له څلورو په دریوو بریدونو کې کډوال د دوی له استوګنځیو بهر په نښه شوي دي، خو په استوګنځیو کې هم پر دوی ۱۰۰۰ بریدونه شوي دي.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل له خوا د کډوالو پر مخ د پرانېستو دروازو تر سیاست راهیسې پر دوی د بریدونو او تېري پېښې هم زیاتې شوې دي.
دا مهال کډوال په جرمني کې د کډوالۍ لپاره ډېر غوښتنلیکونه سپاري، خو ور سره په اروپا کې د ترهګریزو بریدونو وېره هم ډېره شوې ده.
په ۲۰۱۶ کال کې ټولټال ۳۵۵۳ بریدونه شوي دي، چې ۲۵۴۵ بریدونه یوازې پر مجردو کډوالو شوي دي. په دغو بریدونو کې د ۴۳ ماشومانو په ګډون ۵۶۰ کسان ژوبل شوي دي.
په ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته د رسېدلو کډوالو شمېر ۲ لکه ۸۰ زره ښودل شوی چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله له شپږ لکو ډېر کم شوی دی. یو لامل یې دا دی چې جرمني ته د تګ اسانه لارې بندې دي. د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ له تړون وروسته د بالکان له لارې د کډوالو د تګ لار تړل شوې ده.
ټاکل شوې چې په جرمني کې د کډوالو مسئله راتلونکې پارلماني ټاکنې هم اغېزمنې کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ دا شمېرې خپرې کړې او ویلي یې دي چې د پارلماني پوښتنو په ځواب کې یې چمتو کړې دي.