
د اسلامي کنفرانس سازمان په کوربه توب د افغانستان په اړه يو نړيوال کنفرانس په سعودي عربستان کې جوړېږي.
د سعودي په جده ښار کې د اسلامي کنفرانس له دفتره د کب په ٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د نړيوال تماس ګروپ له خوا د افغانستان په اړه د يوه نړيوال کنفرانس کوربه توب کوي.
سرچينې زياته کړې چې په دغه کنفرانس کې به تر ٥٠ زياتو هېوادونو استازي ګډون وکړي.
د نړيوال تماس ګروپ په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې جوړ شوى چې په افغانستان کې د سولې، پرمختګ، امنيت او ثبات لپاره هلې ځلې کوي.
د دغه ګروپ وروستۍ غونډه د ٢٠١٦ کال په جون مياشت کې د ترکيې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه.
په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه څه نه دي ویلي.