
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د منځنۍ اسیا درېیو جمهوریتونو قزاقستان، تاجکستان او قرغېزستان ته سفر پيل کړل.
کريملېن ماڼۍ وايي، ولسمشر پوتین پرون په تاجکستان او قزاقستان کې له ولسمشرانو امام علي رحمان او نور سلطان نظرباییف سره پر بشري چارو او د اقتصاد په برخه کې پر دوه اړخېزو همکاریو خبرې وکړې.
ټاکل شوې چې نوموړی د قرغېزستان له ولسمشر الماس بېګ اتمبایف سره د خبرو لپاره نن بشکېک ته ولاړ شي.
قزاقستان، قرغېزستان او روسیه د ایرو ایشیا اقتصادي اتحاد او د ډله ییز امنیت سازمان سازمان غړي هم دي. روسیه له دې سازمانونو څخه په سیمه کې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره کار اخلي.
کريملېن ویلي چې د پوتین دا سفر د منځنۍ اسیا له دې درېیو جمهوریتونو سره د روسیې د ډیپلوماټیکو اړیکو له ۲۵ کلیزې سره برابر دی.