ټرمپ د کډوالو په اړه د مارچ په لومړۍ نوی فرمان لاسلیکوي

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ به د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه امریکا ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د ورتګ په اړه نوی فرمان لاسلیک کړي.
اسوشیټېډ پرېس د ټرمپ د ادارې د یوه لوړ رتبه چارواکي په حواله چې په دې اړه‌ یې د خبرو اجازه نه ‌درلوده، د هغه د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط دا معلومات خپاره کړي دي. د سپینې ماڼې ویاند شان سپایسر ویلي: "ټاکل شوې وه چې ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ دا فرمان لاسلیک کړي خو ځنډ له‎ دې امله راغی چې موږ غواړو دا فرمان تر لاسلیک وروسته په ډېر ښه ډول عملي شي."
د ولسمشر ټرمپ مخکني فرمان چې د اوو هېوادونو پر خلکو یې امریکا ته د ورتګ نوي ورځنی بندیز اعلان کړ، د امریکا په هوايي ډګرونو کې ګډوډي جوړه کړه او پر ضد يې په زیاتو ایالتونو کې لاریونونه هم وشول. دا هغه اووه هېوادونه دي چې اکثر خلک‌یې مسلمانان دي.
د ټرمپ د فرمان پر اساس، امریکا ته له سوریې د کډوالو پر ورتګ هم بندېز ولګېد.