د لمبو ژبه

پنجې لګوي اوس په كشماليو انګارونه
راوړي دي د وخت ځيږو سيليو انګارونه
اوس ژبې د لمبو شولې جنډې پر قبرو رپي
شيندي خاورو كې ننه په كوپړيو انګارونه
غوټۍ د تودو وينو د پرهار خوله كې وريتېږي
كفن شـــول جنازو لــــه د ژڼكيـــــــو انګارونــــه
د مړې زمانې مړو زلمو پاڅون او وحدت وكړئ
ځــــــيږې ګـــــوتې تپې پر ملاليـــــو انګارونـــــه
سپرغۍ چې د جلوو د پښو له تلو را تويږي
اغوستي دي د لمر سپينو كوديو انګارونه
پر كلك زنځير يې وتړل نيم ژاوندي سحرونه
بې كچې زورور شول د تروږميو انګارونـــــــه
خبر يې؟ د ګلپاڼو موسكا وينې غــــــــورځوي
ژوولي په پستو شونډو سپرليو انګارونـــــــه
پوښتې مو نو نور څله چې ژوند څه دى حالت څه دى
جـــــانانـــــه موږ للــــــو كړل په زړګيـــــــو انګارونـــــــه

سيدجيلاني جلان