دتاريخ تر ټولو لويه جنازه

امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه به فرمایل ٫ چي زموږ او اهل بدعت٫ په مینځ کښې فیصله به زما دجنازې په لیدو سره کیږي٫ نو دافیصله داسي وشوه
چي دهغه دمخالیفینو جنازې به څو دګوتو په شمار کسانو کولې
او دهغوئ پر مړینه به چا هیڅ غم نه ښکاره کولو٫
خو دامام احمد بن حنبل رحمت الله علیه دجنازې په لیدو سره
مؤریخین حیران پاته شو٫ کله چي خلیفه متوکل٫ دامام احمد بن حنبل رح دجنازې
دناف کولو حکم وکړ٫ یعنی چي دا ځان ته معلومه کړي
چي د ٫ امام ٫ په جنازه کښې څومره خلګو ګډون کړئ دئ
نو په کوم ځان کښې چي دامام احمد بن حنبل رح جنازه شوې وه
هغه ځان ته چي ئې اندازه ولګوله
نو دا ورته څرګنده شوه چي دامام حنبل رح په جنازه کښې
۲۵ لکو انسانانو ګډون کړئ وو ٫ مؤریخ عبدالوهاب رواق ٫ وائې
چي دجاهلیت په زمانه کښې یا داسلام په تاریخ کښې
دامام احمدبن حنبل رحمت الله علیه تر جنازې
بله لویه جنازه چا نه ده لیدلې

په غرنۍ پښتنه مینه
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.umari@hotmail.com