
د نیو امریکا په نامه د یوه امریکایي بنسټ د راپور له مخې، په افغانستان کې جنګېدونکي داعشیان پاکستانیان دي او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې پاکستان د دغې ډلې ملاتړکوي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وايي، کافي اسناد او شواهد ښيي چې د داعش د جنګیالیو مرکزونه، په پاکستان کې دي.
نوموړي ازادي راډیو ته ویلي، افغانستان کافي اسناد لري چې داعش وسله وال په پاکستان کې روزل کېږي.
د هغه په وینا، حافظ سعید چې په افغانستان کې یې د داعش مشري کوله، د پاکستان تبعه و او د افغانستان ختیځ کې په عملیاتو کې ووژل شو.
د ښاغلي دانش په خبره، داعش لومړنی فعالیت له پاکستانه پیل او د افغانستان ځینو سیمو ته یې وغځاوه.
دا په داسې حال کې ده چې د "نیو امریکا" په نامه یوه امریکايي بنسټ ویلي چې داعشیان د پاکستان خاوره کې روزل کېږي او بیا د جنګ لپاره افغانستان ته راځي.
د دغه امریکایي بنسټ د نړیوال امنیت څانګې مشر ایونیس کاسکېناس ویلي: "فعال داعشیان د پاکستان اتباع دي، څوک چې نیول شوي او که وژل شوي، ټول پاکستانیان دي."
د داعش ډلې خپل ډېر فعالیتونه د ننګرهار ولایت ختیځو سیمو کې پیل کړل چې امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې د اچين، کوټ او هسکې مېنې په ولسوالیو کې عملیات جاري ساتلي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د روانو عملیاتو په لړ کې د داعش ډلې سلګونه جنګیالي وژل شوي دي.
دغې ډلې افغانستان کې تر اوسه د څو ځانمرګو بریدونو او د شیعه ګانو پر ځینو مذهبي ځایونو د بریدونو مسوولیت منلی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز جنرال شېر محمد کریمي په افغانستان کې داعش ډله، د پاکستان د استخباراتي سازمان یوه پروژه ګڼي.
ښاغلي کریمي ازادي راډیو ته ویلي، پاکستان دا کار د ترهګرو لپاره د نويو مالي سرچینو د برابرولو لپاره کوي.
نوموړی وايي: "په دې سیمه کې د داعش لومړنی مشر حافظ سعید هم پاکستانی و چې ووژل شو، اوسنی یې هم پاکستانی دی. دا پخواني ترورېستان دي لکه لشکر طیبه او داسې نور، په دې کېفعالیت لري، یوازې نومیې پر ځان داعش ایښی. د سوریې داعشیان دلته فعالیت نهلري، که دوی کوښښ کوي چې هغوی سره اړیکې تأمین کړي، د دې لپاره به وي چې مادي ګټې ترې ترلاسهکړي."
د افغانستان پخوانی لوی درستیز وايي، د داعش ډلې اوسني غړي، اکثره د حقاني شبکې او د طالبانو د ډلو غړي دي چې اوس د داعش په نوم فعالیت کوي.