
اسټرالیا او اندونیزیا ژمنه کړې چې پوځي همکارۍ چې له تېرو دوو میاشتو په ټپه درېدلې وې، بېرته له سره پیلوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړیکو همکارۍ وروسته تر هغه ودرول شوې، چې اندونیزیايي چارواکو د اسټرالیا په یوه پوځي قرارګاه کې روزنیزې چارې سپکوونکې وبللې.
د اسټرالیا لومړي وزیر مالکوم ټرنبول پرون په سیډني کې یوې خبري غونډې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړو پوځي اړیکو بیا رغولو خبر اعلان کړ.
نوموړي د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره ګډې خبري ناستې ته وینا کوله.
د استرالیا لومړي وزیر وویل، دواړه هېوادونه د روان میلادي کال تر پایه د دوړه اړخیزې ازادې سوداګرۍ هوکړې لاسلیکولو ته ژمن دي.
په ورته وخت کې د اندونیزیا د ولسمشر له خولې ځینو رسنیو ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټینګه او ښه اړیکه هغه مهال د منلو وړ ده چې دواړه په یوه خوله د نورو په چارو کې له لاسوهنېډډه وکړي او یو او بل ته متقابل درناوی ولري.
د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په تېر کې هم د ترینګلتیا تر کچې رسېدلې وې.
د استرالیا او اندونیزیا ترمنځ بشپړو پوځي اړیکو کې د پولو ټینګول او د ترهګرۍ پروړاندې ګډه مبارزه هم شامله ده.