ټرمپ له خبریالانو سره په یوه دوامداره لانجه کې نښتی

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ له خبري رسنیو سره په یوه دوامداره لانجه کې ښکېل شوی او ویلي یې دي چې په سپینه ماڼۍ کې به د خبریالانو په کلنۍ ماښامنۍ کې ګډون ونه ‌کړي.
ټرمپ دا خبره پرون په ټویټر کړې او زیاتوي: "زه به سږ کال په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو ماښامنۍ کې برخه نه‌ اخلم. ټولو ته ښه وخت غواړم."
ټرمپ تر دې مخکې په ځینو رسنیو تُند انتقاد کړی او هغوی یې په "دروغجنو خبرونو" خپرولو تورنې کړي او د "امریکایانو اصلي دښمن" یې یاد کړي دي.
اخوا ځینو خبریالانو هم ویلي چې هغوی په خپله هم د اپرېل ۲۹مې له دې ماښامنۍ د تېښتې لار لټوله.
د سپینې ماڼۍ پر ویاند شان سپایسر هم بېلابېلو رسنیو د دې لپاره سخت انتقاد کړی چې هغوی یې د یوې غیر رسمي ناستې لپاره نه ‌وې وربللې.
د امریکا د سي، ان، ان ټلوېزیون، د نیویارک ټایمز، د بي بي سي او یو شمېر نورو پېژندل شوو خبري رسنیو استازي په سپینه ماڼۍ کې دغې غیر رسمي غونډې ته نه ‌وو وربلل شوي.
نیویارک ټایمز ویلي چې "له شک پرته، دا کار ډیموکراتیکو ارزښتونو ته سپکاوی و" او بي بي سي له سپینې ماڼې په دې اړه وضاحت غوښتی دی.