په وعــدو وعـــدو می نور صبرتمام شو
ساقي وران دمیو ځاې او مات می جام شو
دخــوبانو په بازارکـــې سودایی شـــوم
د اغـــیار خندل رټل زمـــا انعام شــــو
که له خپلو ښکلو سترګو تپوس وکړی
دا د چا مینه کی جوړ راته الزام شـــــو
ګله ولی نن خفه او مړاوې ښکارئ
په یوه خولګۍ خندا می ژوند تمام شو
په مخ سره خالونه مه ږده لمر صفتی
ګوندی دا چی دښکلا عقل دی خام شم
د ښایست دحرم سرو لمبو ته ګـــوره
پتنګ وسولو ډیوی ته لاس په نام شو
روڼ سبا کړو چا له تور حجابه لاندی
چی پښتون زړوکئ ولـــویده بدنام شو
لـــه وفا یی جفا ښه ده تل می مل وي
خدمتګارعشق ته تسلیم په دې کلام شو
محمديوسف خدمتګار مزدور زوی
وروستي