په خـتـا کـه چـیرې تا ځـنې توبـه کـړم
هسې رنګـه به مې خپـله هـیله مـړه کـړم
زه د خـپل عـمـل رڼا کې خپل ځان وینـم
دا چې لـږ لـږ پټـووم خپله پرده کـړم
تش په نوم د وصال مه ځه وړاندې غـمه
زه پـه تـش خـبره تـش د زړه دمـه کـړم
ژوندون هسې وي روان اوبه چې درومي
تاو را تاو په کې احساس څپه څپه کړم
ستا جمال دی هڅوونکی زما ځواني ده
د وصال تـمه کـه نه وي نو به څه کړم
خدمتګار دې دعـمل عکس العـمل دی
په هـــنداره د عـمل دې ننــداره کړم
وروستي