یا کـربـان

 
خداې به هیڅکله بدلون ور نـه کړي چاتـه 
څو په خپله بدلون ورنه کړي ژوندون تـه

پـیـوسـتـون سره ور وګـرځـه الـلـه تــه 
د سمون په نوم لاس واچـوه پاڅـون تـه

که دې سوله او امنیت خوښ وي په ژوند کې
د رڼـا هــیـلي ژونـــدۍ سـاتــه افــغـان شـــه

د ډیـوې پـه څـیر لـمـبـه شه پـه خـپل پـند کې
د ټـپـي زړونـو مسکـا شـه بـیـا انـسان شـه

د بـل مه خـوره خپل حق مه پریږده هـیڅچا تـه 
جـوړوه لاره یــووالـي اوتــــړون تـه 

یــوه وږمـه د پـښـتـانـه اباسـیـن سـر کــړه
آریـانـا دې د پـلار ځـمــــکـه ده مـلالــــې

د اریـا نـسـل وحـدت تـه بـرابـر کـــړه
که نه قام بـرخـه دې ورکـه ده ملالې

تـل خـپـلـواک اریــن راوبـلــه نـــــــدا تــه 
څړیکه پورته کړه د درد هریوپښتون ته ته
 
تـلـوسـه کـوه مـدام د نـنګ پـه کـار کـې
د مـیـونـد سـنګـر پـه پـوهــه ابـاد سـاتـه

ورورولـي کـوه پـه کـوراوکـلـي ښـارکــې 
خـپـل وطــن دې له پـردو نـه آزاد ساتـــه

افـغـانـي قـومـونـه تل ساته خپل خوا تــه 
په لیمويي شه لارښود سـترسباوون تــه 

خـدمـتګار پـه پښـتنواله پښـتـو ویـاړي
پـه یـووالي خـپـلواکۍ بانـدې ولاړ دی

ټول قـومـونه لکه ورونه خوشال غواړي
د نفاق له لاسه ټول وطن کاړ کاړ دی

د پـردیـو لـمـسون مـونـږ بـیایـی خـتا تــه 
که سـبا غـواړې نـو وګـوره پـرون تـه

خداې به هیڅکله بدلون ور نه کړي چا ته 
څو په خپله بدلون ور نه کړې ژوندون ته

پـیـوسـتون سـره ور وګـرځـه الله تـــه
دسمون په نوم لاس واچوه پاڅـون ته