دا زمـونږه بـې خـبري ده کـه سـتم د زمـانـې دی
تنکۍ میـنه ساده ګي ده رنګ بــدل د یارانې دی
لالی خوب کې بوګـنیدلی تـیروتلی دی پـوه نه شو
قبلولی يي څوک نه شي خوي يي سم دافسانې دی
پـیاله لاس کې ګرځوي خو ترینه غړپ کولی نه شي
چې قصور د ځـوان ساقي دی یا د بـلې نښانې دی
ډیـوی واړوي تـورتـم کړي رڼا نه شي ًقـبلولی
دا د ده بې هـمـتي ده که هـمـت د پـیـمانې دی
جاینمازږیره تسپې يي په تورتم رنګونورنګ کړې
تل نامه د کعـبې اخلي خو پـه لـور دبُوتخانې دی
خدمتګاره ساده نه شې اغیارهم ځان جانان بولي
دغـه کار دی د تـور لاسو دغه کار د پندانې دی
محمديوسف خدمتګار مزدور زوی
وروستي