
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د سوریې په تړاو بحثونه یو ځل بیا د دې شورا د غړو هېوادونو له ناندریو سره مخ شوې دي.
پرون د تړلو دروازو تر شا د امنيت شورا د غړو هېوادونو په غونډه کې پر داسې يوه پرېکړه ليک خبرې وشوې چې د يو شمېر نورو بنديزونو ترڅنگ د سوریې پر حکومت د چورلکو پلور منع کوي.
ټاکل شوې دا پرېکړه ليک د کيمياوي وسلو پر مټ شوو هغو بريدونو ته په ځواب کې امنيت شورا ته وړاندې شي چې ويل کېږي د سوريې د حکومت له لوري د مخالفینو پرضد شوي وو.
خو دغه پرېکړه ليک يو ځل بيا په ملگرو ملتونو کې د روسيې او امريکا د استازو ترمنځ د ناندريو لامل شو. په ملگرو ملتونو کې د روسيې مرستيال استازي ویلاديمير سفرونکوف پرېکړه ليک يوه پارونه وبلله او ویې ويل چې هېواد به يې دغه راز هر پرېکړه ليک ويټو کړي.
خو د امريکا استازې نيکي هلي بيا ټينگار وکړ چې اقدام ته اړتيا ده.
نوموړې پر روسيې تور پورې کړ چې د سوريې د حکومت په پلوي پلمې کوي. فرانسې د دغه پرېکړه ليک پر مسودې وروسته له هغه کار پيل کړ چې د ملگرو ملتونو له لوري يوې پلټنې وموندل چې د سوريې حکومت لږ تر لږه د دريو داسې بريدونو تر شا دى چې پکې کلورين ګاز کارول شوي وو.
په امنيت شورا کې د نوي پرېکړه ليک پر سر ناندرۍ په داسې مهال کې پيل شوې چې د سوريې د حکومت او مخالفانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو څلورم پړاو پيل شوى.
که څه هم د خبرو اترو د پايلو په تړاو هيلې تتې برېښي، خو د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى هيله من دى چې دا به د داسې يو لړ ناستو پيلامه وي چې پر مټ يې په سوريه کې د يوه نوي اساسي قانون او د ملگرو ملتونو تر څار لاندې ټاکنو په لور گام واخيستل شي.