عمران خان: په پنجاب کې له پښتنو سره نا سم چلند د ترهګرو په ګټه دی

د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې له پښتنو سره توپیري چلند غندلی دی.
عمران خان پر ټویټر پاڼه لیکلي، د پاکستان د امنیتي ځواکونو دغه کار د وسله والو ډلو په ګټه تمامېږي.
هغه زیاتوي، د پښتنو په نښه کول کرکه پیدا کوي او دوی د ترهګرو لاسونو ته ور لوېږي.
نوموړی زیاتوي: "زه په پنجاب کې د پښتنو د توکمیز پروفایل جوړېدل غندم".
د عمران خان دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې هم له پښتنو غوښتل شوي چې له پولیسو سره ځانونه راجستر کړي.
بلخوا د پنجاب ایالت په راولپنډۍ سیمه کې پولیسو هلته د اوسېدونکو قبایلي سیمو د وګړو څارنه پيل کړې ده چې وايي، همدوی هلته د نا امنۍ په پېښو کې لاس لرلی شي.
د ځينو پاکستاني رسنیو په خبره، د پينډۍ پولیسو پرېکړه کړې چې هغه ټول وګړي چې له قبایلي سیمو راغلي او د راولپنډۍ په بېلابېلو سیمو کې اوسېږي، د نوي سستم له لارې به يې تګ راتګ او ورځنی ژوند څارل کېږي.
پر عمران خان سربېره نورو سیاسي مشرانو هم غبرګونونونه ښودلي.
د مهاجر قومي غورځنګ جلا وطني مشر الطاف حسین په یوه غږیز پیغام کې ویلي، پاکستان کې په لوی لاس پښتانه ځپل کېږي.
د نوموړي په وینا، کله چې نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ په تړاو شکایتونه وکړل چې له پاکستانه صادریږي، په وینا یې په قبایلي سیمو کې پر بېوزلو پښتنو بریدونه وشول.
ښاغلی حسین وايي، په پاکستان کې پښتانه د دې لپاره په بې رحمۍ ځپل شوي چې دوی ټول عمر د غږ پورته کولو وړتیا ونه لري.
خو د پاکستان حکومت دغه ډول تورونه تل ردوي او وايي چې د وسله والو د له منځه وړلو لپاره امنیتي تدابیر زیاتوي او عملیات کوي.
د پاکستان پوځ تېره چهارشنبه د وسله والو د ځپلو په نوم "ردالفساد" عملیات هم پیل کړل.
پوځ وايي، په دغو عملیاتو کې یې په ټول پاکستان کې له سلو ډېر وسله وال وژلي او په سلګونو شکمن کسان یې نیولي دي.
په پاکستان کې له وروستیو بریدونو په تېره د سیند ایالت د سیون ولسوالۍ په لال شهباز قلندر زیارت کې تر ځانمرګي برید وروسته د دغه هېواد پوځ دغه عملیات پیل کړل.
د پاکستان حکومت له افغانستان سره ټولې دروازې هم د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.
که څه هم په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپل فیسبوک کې ویلي و چې د شنبې په ورځ به تورخم لار په جزيي ډول پرانیستل شي، خو وروستي رپوټونه وايي چې لا هم دغه لار تړلې ده.