
پرون د سوریې د حکومت تر ولکې لاندې په لوېدیځ حمص ښار کې پر امنیتي ځواکونو په یوه ځانمرګي برید کې لږترلږه ۴۲ کسان ووژل شول.
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، څو تنو ځانمرګو برید کوونکو د ښار د دولتي امنیتي ځواکونو او پوځي استخباراتو د قرارګاوو مخې ته ځانونه والوځول.
دا ټولنه وايي، د استخباراتو یو جګپوړی افسر هم په وژل شوو کسانو کې شامل دی.
د سوریې دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د حمص په الغوتا او الموهاتا ولسوالیو کې له انتحاري حملو مخکې درنې نښتې هم شوې دي.
د حمص والي طلال بارزاني وايي چې په دې حملو کې له شلو زیات کسان وژل شوي.
تراوسه معلومه نه ده چې بریدکوونکي د داعش وسله وال وو که د نورو ډلو.
د داعش وسله والو په حمص کې چې د سوریې دریم لوی ښار او تر ډېره د دولتي ځواکونو په ولکه کې دی، د بریدونو پراخه لړۍ پیل کړې ده.