د امریکا د کورني امنیت وزارت د ټرمپ د کډوالۍ فرمان رد کړ

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي چې د امریکا امنیت ته د اووه هېوادونو د وګړو له لوري د بالقوه ګواښونو تر ارزونې وروسته یې په ډاګه کړې چې یاد وګړي د امریکا امنیت ته کوم جدي ګواښ نه شي پېښولی او په دې توګه یې د ټرمپ د کډوالۍ فرمان رد کړی دی.
ډونلډ ټرمپ د اووه هېوادونو (عراق، ایران، سوریې، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن) پر وګړو امریکا ته د سفر بندیز لګولی و، چې له کورنیو او نړیوالو توندو غبرګونونو سره مخ شو.
د امریکا د کورني امنیت وزارت کارپوهانو په دې اړه په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، نه ښکاري چې امریکا ته دې د کډوالو ورتګ بالقوه ترهګریز ګواښ وګڼل شي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، دغه درې مخیز راپور چې د امریکا د عدلیې او بهرنیو چارو وزارتونو او امنیتي بنسټونو د محرمو معلوماتو پربنسټ لیکل شوی، د ټرمپ فرمان له ستونزو سره مخ کړی.
ډونلډ ټرمپ په خپلو خبرو کې په تکرار ویلي چې د امریکا د امنیت خوندي کولو ته ژمن دی او ژمنه یې کړې چې ژر به په دې اړه نوي ګامونه واخلي.
ټرمپ تېره ورځ په یوه غونډه کې وویل چې امریکا ته به بنسټپالي اسلامي ترهګر پرې نه ږدي او زیاته یې کړه چې داعش ډله به هم له منځه یوسي.
ټرمپ پخپله وینا کې دا هم وویل، چې د مکسیکو پر پوله به دېوال ژر جوړ کړي.
نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه وکړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن او د ملي امنیت وزیر جان کلي د مکسیکو پلازمېنه کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.
د مکسیکو سیټي د پنجشنبې ورځې په خبري کنفرانس کې له دغو دواړو امریکايي چارواکو هېڅ یوه هم د دېوال اړوند مسئلې ته اشاره ونه کړه.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د ملي امنیت د وزارت د یوه راپور پربنسټ لیکلي، ددغه دېوال د جوړېدو لګښت تر ۲۱٫۵ میلیارد ډالرو پورې رسېدلی شي چې د ټرمپ د ۱۲ میلیارد ډالرو له اټکل ډېر لوړ دی.
ښاغلي ټرمپ څو ځلې ټینګار کړی چې مکسیکو باید ددغه دېوال د جوړېدو لګښت ورکړي، خو تر دې وړاندې کانګرس کې د دېوال د جوړېدو لپاره د بودیجې تصویب اړتیا ده.
د مکسیکو د ولسمشر انریکه پینا نیتو دولت ویلي، د هېڅ یوه دېوال جوړېدو لګښت به ورنه کړي.