
۷/۱۲/۱۳۹۵،ل ،ل
د احمدشاه مسعود لخوا د ملګرو ملتونو د سولې او موقت حکومت رامنځ ته کولو پنځه فقرییز پلان شنډول:
په افغان پوځ او حکومت کې یو شمېر هغه کسان چې د ببرک کارمل په پرچم ډله او تاجیک توکم پورې یې اړه درلودله، احمدشاه مسعود له پخوا څخه د خپلې فاشستي ګروهې(عقیدې) له امله له دوی سره اړیکې ټینګې کړي وې او د مسعود تر واک لاندې سیمو ته یې آزادانه تګ راتګ او د حکومت پر ضد به یې جاسوسي کړنې ترسره کولې چې دا ډول کسانو د ډاکټرنجیب الله په حکومت کې د ننه د پنځم ستون ځای نیولی ؤ، په دې برخه کې روسی جنرال لیاخوفسکي داسې وایي:«په کابل کې استوګن پنجشېریان چې د افغانستان خلق دیموکراتیک ګوند غړي او پوځیان هم په کې دې په سم سیده توګه په پنجشېر کې له احمدشاه سره ګوري او ناسته ولاړه کوي، تر اوسه پورې د هغوی پر خلاف هېڅ ډول له دښمنۍ نه ډک چلند نه دی تر سره شوی. (د افغان مېړانه او غمیزه،۴۶۳مخ)
[له دې امله وه] چې احمدشاه مسعود د وسله والې جګړې په کلونو کې د ګوندي او حکومتي ارګانونو په منځ کې د څارګرۍ(ایجنټورۍ) یوه پراخه شبکه جوړه کړي وه. دغه راز د څارګرۍ ضد یوه اداره یې هم درلوده. (جنرال لیاخوفسکي: د افغان مېړانه او غمیزه،۴۵۷مخ)
ځکه خو د ډاکټر نجیب الله په پوځ او حکومت کې هغه فاشیست جنرالان چې له مسعود سره یو ځای شول د ملګروملتونو د سولې پنځه فقره ییز پلان یې شنډ کړ(۱۳۷۱،ل ،ل) چې د نوموړي پلان پر بنسټ د پنځلسو تنو بې پرې تکنوکراتانو او روڼ اندو افغانانو یوه انتقالي شورا جوړه شوي وه. دغه فاشیستان چې مسعود ته عملاً ورتسلیم شول، د ملګرو ملتونو د سولې د پلان، د افغانستان د خلکو، د خپل ګوند او خپل مشر پر وړاندې یې کودتا وکړه، چې په سیاسي برخه کې د حکومت د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل یې وکیل ؤ او په پوځي برخه کې د کودتاچیانو او تسلیمي جنرالانو سرپنج، سترجنرال نبي عظیمي ؤ. د وکیل او عظیمي د توکمپال بانډ یو شمېر نورو غړو په اړه لنډ مالومات وړاندې کوو:
د بهرنیو چارو وزیر عبدالوكيل:وکیل وړاندې له دې چې د ډاکټر نجیب الله پر وړاندې کودتا وکړي، د نورمحمدترکي پر وړاندې یې هم د کودتا هڅه کړي وه، چې نوموړی په هغه وخت کې د بهرنیو چارو وزیر ؤ. هغه مهال چې ډاکټر نجیت الله اړ شو په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پنا واخلي، یوه ورځ وروسته عبدالوکیل په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې راڅرګند شو، ولسمشر ډاکټر نجیب الله یې یو منفور دکتاتور وبللو او نورې سپکې سپورې یې لړه کړې، نوموړي خبریالانو ته وویل: «ډاکټر نجیب سوله نه کوله، یوازې خبرې یې کولې، سوله د چا سره؟ سوله په کوم ځای کې؟، تاسو ولیدل چې موږ څه ډول سوله وکړه، ما نن له ګران وروراحمدشاه مسعود سره ملاقات وکړ.» لوی او مجاهد ورور د نظار شورا امرصاحب او داسې نورې چپلوسانه او غوړه مالې خبرې یې وکړې او په پای کې یې وویل: «تاسې به وګوری چې موږ څنګه د خپلو مجاهدو وروڼو سره اوږه په اوږه د کابل ښار له خویندو او وروڼو څخه دفاع کوو... .»
نجم الدين اخګر كاويانى:د ولسمشر ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د وطن گوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیرو غړی وو. دی هغه سړی دی، چې پر ۱۳۷۱ ل ( ۱۹۹۲۲ ز ) کال يې د پرچميانو د مشر ببرک کارمل په لارښوونه له خپلو نورو ملگرو لکه د وطن گوند د مرکزي کمېټې د منشي مرستیال او د سیاسی بيرو غړي فريد احمد مزدک، د وطن گوند د مرکزي کمېټې د سیاسی بیرو غړي محمود بريالي، د بهرنيو چارو وزير عبدالوکيل، د دفاع وزير مرستيال او د کابل گارنېزیون بولندوی ستر جنرال محمد نبي عظيمي، تورن يا ډگر جنرال نورالحق علومي ، د ۵۳ فرقې بولندوی جنرال عبدالرشيد دوستم، جنرال عبدالحق علومي( اوس مړ) تورن جنرال محمد عزيز حساس، جنرال اصف دلاور ، جنرال سيد اعظم سيد، جنرال امير محمد ، د دولتي امنيت وزارت مرستيالانو جنرال يار محمد او جنرال باقر فرين، د وطن گوند د مرکزی کمېټې له غړيو شفيق الله توده يي، ډاکتر ضمير، انجنير نعمت، ادينه سنگين او ځينو نورو سره په گډه د نجيب الله د واکمنۍ پرضد کودتاه وکړه او له شمال ټلوالې سره يو ځای شو. دوی پر دغې کودتاه سره هممهال د ملگرو ملتو سازمان د سولې پروگرام له ناکامۍ سره مخ کړ .(له ويکيپېډيا څخه)
سترجنرال نبي عظيمى:په افغانستان کې تاریخي کودتاچې یا د کودتاچیانو پلار؛ نوموړي د سردارمحمد داؤد خان پر پلوۍ د محمدظاهر شاه پر وړاندې کودتا وکړه او په کودتا کې یې مهم رول درلود.(۲۶/۴/۱۳۵۲،ل)؛ دوهمه کودتا یې د همدغه ولسمشر داؤد خان پر وړاندې تر سره کړه چې وړاندې له دې یې د داؤد خان د واکمنۍ لپاره کودتا کړي وه.(۷/۲/۱۳۵۷،ل)؛ دریمه کودتا یې په کال ۱۳۵۷،ل، کې د ببرک کارمل په هدایت او د وخت د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال عبدالوکیل په غوښتنه باندې د نورمحمدترکي پر وړاندې وه چې نبي عظیمي د غزني د(۱۷) فرقې قوماندان ؤ او د تیارسئ په حالت کې ؤ، خو د کارمل او وکیل لخوا امر ورته ونه شو. (نبي عظیمي: اردو وسیاست در سه دهه اخیر افغانستان ۱۵۶مخ)
څلورمه کودتا د ډاکټر نجیب الله پر خلاف، د هغه چا پر وړاندې چې ده ته یې ستر جنرالي، د دفاع وزارت معاونیت او د کابل ګارنیزیون قومانداني ورکړي وه، په دې بنسټ نوموړی د کودتاچیانو په پلار باندې مشهوردی او څوک چې د دغه کوتاچې جنرال په اړه پوره مالومات ولري او یا د ده په ګوتو لیکل شوی کتاب (اردو و سیاست در سهء دهه اخیر افغانستان) ولولي نو هر څوک پوهیږي چې دا یو ناځوانه، نمک حرام، غدار... او د هر چا ډول ته ګډیدلی کودتاچې جنرال دی.
جنرال یارمحمد:د فرید احمد مزدک ورور، د دولتي امنیت وزارت لومړی مرستیال او د دولتي امنیت وزیر غلام فاروق یعقوبي قاتل.
جنرال اصف دلاور:د ډاکټر نجیب د دفاع وزارت ستردرستیز، چې مسعود ته یې د کابل ښار د نظامي قطعاتو په تسلیمۍ کې لویه ونډه درلودله.
جنرال نورالحق علومى:د ولسمشر کرزي د واک په وروستیو کې د کورنیو چارو وزیر ؤ او د نورو افغانیستانیو سره یې یو ځای د هویت په تذکرو کې د افغان له کلمې څخه انکار وکړ.
جنرال عبدالحق علومى:نوموړی د جنرال نورالحق علومي مشر ورور دی، د ولسمشر داود خان د ګارد جګړن ؤ د ثور د کودتاچیانو له مهمو کسانو څخه ؤ، عبدالحق علومي مسعود ته د تسلیمدو څخه وروسته د جمعیت تنظیم لخوا ووژل شو.www.taand.com
جنرال عبدالفتاح:د هوایي او مدافع هوایي قوماندان.
محمودبريالى:د ببرک کارمل ورور او د مرکزي کمیټې غړی.
فريداحمدمزدك:د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پرمهال د وطن گوند دمرستيال رئيس او د سياسي بيروغړی و.
سربېره پر دغو او یو شمېر نورو غدارو کودتاچیانو باندې عبدالرشید دوستم، د ازبکو مشر او سید منصور نادري د اسماعلیانو مشر د روسانو په هدایت باندې له مسعود سره یو ځای شول، د ملګرو ملتونو د پلان د شنډولو په اړه پخپله مسعود په ډېر ویاړ سره د پروان او کاپیسا یو شمېر خلکو ته داسې وایي:«... غربي ها كه هدف شان از اول تا امروز منافع خود شان بود نې پيروزى اسلام، با در نظر داشت اين مسئله اينها خود يك حالتي را بوجود اورده بودند كه مجاهدين ضعيف شوند، و با استفاده ازين فرصت در صدد اين بودند كه در اخرين روزها ثمرهء جهاد را خود شان ببينند و حكومت دست نشاندهء شان را بنام حل سياسى تحت پوشش ملل متحد بنام حكومت بی طرف داخل كابل بسازند و آن روزها را همهء ما بياد بياوريم كه چقدر درداور بود روزى كه ١٤سال جهاد ما بيش ازپنج مليون اواره و بيش از يك يايكنيم مليون شهيد و معلول. اخرين روزها احساس ميكردند كه قدرت اين را كه نجيب را سرنگون نمايند ندارند و ميديدند كه سرنوشت شان را از بيرون چه غربى ها و چه كشورهاى ديگر در فكر تعيين كردن هستند و همين ها هستند كه حكومت بيگانه را ميخواهند بياورند و دركابل به قدرت برسانند. فراموش نمى كنيم آن روزها را كه حتَى تعدادى از احزاب به شمول حزب اسلامى حكومت بې طرف را پذيرفتند و ده نفر نماينده هاى شان را تعيين كردند و حاضر شدند كه حكومت تحت زعامت ملل متحد و مطابق فيصلهء ملل متحد را قبول مى كنند. با فتح پروان و فتح بگرام بود چيزى كه كس اصلاً تصورنمى كرد كه در اخرين لحظات همچو حركتى صورت بگيرد. شما مى فهميد كه فقط يك روز باقى مانده بود، يعنى يك روز بعد حكومت بې طرف به سمت كابل حركت مى كرد و قواى ملل متحد به تعقيب آن ميرسيد، فقط در آخرين روز گفتم كه الحمدالله جلو توطئه گرفته شد و اين افتخار را خداوند نصيب مردم پروان و كاپيساى ما ساخت و اين مردم با فداكارى و ايثارى كه از خود نشان دادند، پروان را فتح كردند بگرام را فتح كردند و يك بار صفحه به شكل ديگربرگشت …» (د محمداسحاق توخي له لیکنې څخه؛ د کلپ لینک په لاس کې نه شته، څوک چې د انټرنټ ښه امکانات لري په یوتیوب کې یې لیدلی شی)
صالح محمدریګستانی چې د (مسعود و آزادي) کتاب یې لیکلی دی، په خپله د مسعود په شان په ویاړ سره اقرار کوي او وایي چې د ملګرو ملتونو استازي بینین سیوان له ټولو جهادي تنظیمونو څخه موافقه اخیستي وه، خو مسعود رباني ته هر ساعت ډاډ ورکولو د ډاکټر نجیب حکومت له منځه ځي، نو باید د ملګرو ملتونو پلان ونه مني ریګستانی لیکي:«سازمان ملل متحد طرفدار یک حکومت موقت انتقالی بود که در آن همه گروه ها اشتراک داشته باشند و بینین سیوان ظاهراً در آخرین روزهای حکومت نجیب موافقت بسیاری از جناح ها را گرفته بود، غیر از استاد ربانی که مسعود دم به دم به او اطمینان می داد، که حکومت نجیب سقوط خواهد کرد. طرح بینین سیوان نماینده ملل متحد برای افغانستان با خـواسـت امریکا مطابقت داشت، منتهی با همان تاکتیک هایی که امروز معمول است و عوام الناس باید بپندارند، که سازمان مستقل ملل متحد خود آن را کشف کرده است.»http://massoudism.persianblog.ir
همدغه ریګستاني وروسته له هغې چې کابل د مسعود له لاسه وران او ویجاړ شو پر خپل مشر مسعود باندې داسې نیوکه کوي:«يكى از اشتباهات مسعود دران زمان در واقع خود دارى از مفكوره ايجاد حكومت ائتلافى بود كه سازمان ملل متحد پيشنهاد ميكرد. حكومت بايد كابينهء موء قت را تشكيل ميداد… درمجموع سناريويى عملى مى شد كه بعداً درسال ٢٠٠١ – ٢٠٠٢ پس از طالبان عملى گرديد. اما دسته هاى مسعود، برخلاف پلانها و تلاش هاى ملل متحد داخل كابل شدند. اشتباه مسعود اين بود كه او به پلانهاى ملل متحد توجه نكرد.»(د محمداسحاق توخي له لیکنې څخه؛ http://istaqlal.com/?page_id=6565)
عبدالحفیظ منصور یو بل د نظار شورا غړی او د پارلمان وکیل هم اعتراف کوي چې مسعود د ملګرو ملتونو د پلان مخه نیولي وه، نوموړی وایي:«درميان عوامل دوام جنگ و بحران در زمان دولت دارى مجاهدين سه عامل بيش از همه نقش ايفاء كردند. عامل نخست برميگردد باين مسئله كه احمدشاه مسعود نگذاشت طرح بينان سيوان نمايندهء خاص ملل متحد در امورافغانستان جامهء عمل بپوشد و حكومت بي طرف ايجا دگردد بگونه كه نيروهاى زير فرمان احمدشاه مسعود در استانهء شكل گيرى حكومت بي طرف كابل را متصرف شدند؛ بدين ترتيب تصرف كابل از سوى نيروهاى احمدشاه مسعود در واقع مقابله با ملل متحد بود ….» (د محمداسحاق توخي له لیکنې څخه؛http://istaqlal.com/?page_id=6565)
زه چې په کابل د دغو ناوړو حالاتو عيني شاهد وم یو شپه د خیرخانې په دویمه حصه کې د خپل کاکا په کور کې میلمه وم، چې د جنرال باباجان قطعې سره یې نږدې کور درلود، موږ په خپلو سترګو ولیدل چې ماسخوتن مهال د مسعود په سوونو کسان چې پلي او منظم روان وو، د جنرال باباجان قطعې ته وردننه شول، زموږ کاکا وویل چې هره شپه دغې قطعې ته په سوونو د مسعود وسله وال راځي او وروسته بیا د کابل ښار نورو برخو ته وړل کیږي.
همدا د مسعود بانډ او نورو پرچمیانو او سیتمیانو یو ځای کیدل، د دې سبب شول چې په لومړي قدم کې د هیواد څلور سوه زره وسله وال پوځ له منځه ولاړ، تنظیمی جګړې پېل، نږدې(۷۰۰۰۰) د کابل معصوم او بې ګناه ښاریان ووژل شول، په میلیونونو هیوادوال مهاجر او هغه کسان چې په سر کې یې ماغره درلودل له هیواده ووتل او د کابل ښار سپک سره او بې مغرو کسانو ته ورپاتې شو او لویې ورانۍ او تباهۍ یې ترسره کړې.
چپې خوا جنرال نبي عظیمي، احمدشاه مسعود او نور کسان چې د کابل ښار او شاوخوا سیمو د ورانولو پلان د نظامي نقشې له مخې جوړي.
نور بیا