زموږ د مفکر ولسمشر د پام وړ:

۲/۴/۱۳۹۶،ل،ل
پرون سهار د چنګاښ په لومړی نیټه، وړاندې له هغې چې په هلمند کې په نوي کابل بانک باندې د ترهګرو لخوا برید وشي، د ازادۍ راډیو  خبریال د هلمند د لښکرګاه د ښار د خلکو پر ګڼه ګوڼه باندې  راپور خپور کړ، ما چې د لښکرګاه د ښار د خلکو د ګڼې ګوڼې خبر واورېد، په زړه کې راتېره شوه، خدای دې خير کړي، هسې نه چې کومه چاودنه ترسره شي، چې له بده مرغه چاودنه تر سره شوه، خدای تعالَی دې د شهیدانو کورنیو ته لوی صبر ورکړي.
د نړۍ ټول حکومتونه د خپلو دښمنانو د هر ډول پوځي، استخباراتي، تروريستي، فرهنګي، اقتصادي او نورو تیریو پر وړاندې وړ پالیسۍ جوړوي او په مناسبه توګه یې پلي کوي، چې په پایله کې تر ډېره ځایه د دښمنانو د تیریو مخنیوی کوي.
خو په افغانستان کې د دښمن د هر ډول تیریو پر وړاندې داسې تکتیکي تګلاره نه لیدل کیږي چې د هیواد، د دښمنانو د ناوړه ترهګریزو کړنو مخه، په ښه توګه ونیسي،  ولسمشرغني زموږ د دښمن هیواد پاکستان پروړاندې یوازې په اقتصادي برخه کې پخپله تګلاره  کې بریالی دی، خو له دښمن څخه د اقتصادي بنسټونو په ساتنه او په نورو ټولو برخو کې پاتې راغلی دی او ورسره دا چې د ده استخباراتي او پوځي ټول مشاورین هم ناکام دي. زموږ په ځپلي هیواد کې له بده مرغه د هیواد، د دښمنانو د پوځي او استخباراتي تیریو پر وړاندې لکه څه ډول چې لازمه ده د مخنیوي پر تګلاره باندې څوک نه پوهیږي، د دولتي چارواکو د ناپوهیو غفلت له امله ده، چې خلک د پنځم ستون خبرې کوي، په داسې حال کې چې پنځم ستون د همدغو دولتي مسوولینو ناپوهي او غفلت دی.
څوک چې له تیرو پیښو څخه زده کړه یا عبرت نه اخلي، د ړندو او کڼو په شان دي، وایي چې:(که یو ځل په مګوي باندې نسکور شوی، دویم ځل پرې نسکور شوی مګوی دې ملامت وي، خو که دریم ځل په همغه مګوي باندې نسکوریږي دا نو ستا ملامتي ده، چې سترګې غړوې، خو څه نه پرې وینې.)
په هیواد کې پر کابل بانک باندې ترهګریز بریدونه له شمېره وتلي دي د نوموړي بانک ډېرې کمې نماینده ګی دي چې برید به نه وي پرې شوی، د هلمند ولایت پر نوي کابل بانک باندې له پروني برید څخه وړاندې هم برید شوی ؤ.
د ملي اردو پرسونل له نوي کابل بانک څخه خپلې تنخواګانې(معاشات) اخلي او ملکي خلک هم په نوموړي بانک کې خپل حسابونه لري ځکه خو طالبان چې نه کافر پېژني نه مسلمان، ټولو ته په یوه سترګه ګوري، په یاد بانک باندې پرله پسې بریدونه کوي،
موږ ولسمشر ته وړاندیز کوو چې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي پخاطر دې، د کابل بانک ټولې نماینده ګۍ د سرکونو له غاړو څخه د امنیتي ارګانونو، د ننه ودانیو ته انتقال شي او یا دې په هره امنیتي قطعه کې د پخوا په شان مالي امریتونه تشکیل شي او معاشونه دې د مالي امرینو لخوا توزیع شي، که داسې ونه شي نو پربانکونو  باندې به ترهګر بریدونه همداسې روان وي.
درناوی.